د طالبانو تاوتربخوالی د جمهوریت د حقانیت د اثبات لامل شوی

د طالبانو تاوتربخوالی د جمهوریت د حقانیت د اثبات لامل شوی


  • 3 کاله دمخه (18/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 943

ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې په هیواد کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی د جمهوریت د حقانیت د اثبات او درناوي لامل شوی.

ولسمشر اشرف غني وویل نړۍ درک کړې چې افغان دولت د ترهګریزو بریدونو له څپې سره مخ دی او زیاتوي چې د دیني عالمانو, مدني ټولنې د غړو, خبریالانو او علمي شخصیتونو قرباني کیدل له افغانستان سره د نړۍ د خواخوږۍ لامل شوي.

ولسمشر غني زیاته کړه چې د پایداره او با عزته سولې لپاره د ملي اجماع رامنځته کیدل نن ورځ د فعالې دیپلماسۍ او پایداره سولې لپاره پر نړیواله اجماع بدله شوې او ټینګار یې وکړ څومره چې تاوتریخوالی زیات شوی په هماغه اندازه د جمهوریت حقانیت ثابت او د درناوي وړ ګرځیدلی دی.

ولسمشر دغه راز وایي چې همدا اوس پر طالبانو او هغوي پر ملاتړو د مثبت فشار زیاتوالی په نړیواله کچه ډير اړین دی.

ښاغلي غني زیاته کړه چې تاوتریخوالی سیاسي حل لاره نه ده, ځکه سیاسي حل لاره هر اړخیزه هوکړه غواړي چې هغې کې افغانستان خپلواک او د ملي یوالي څښتن وي او ټول وګړي ځان د هغه خاوند وبولي.