ولسمشر محمد اشرف غنِ له سي این این ټلویزیون سره په تازه مرکه کې یو ځل بیا پر خپلو هغو څرګندونو ټینګار وکړ چې واک به یوازې یو منتخب حکومت ته وسپاري.
ولسمشر غني په یاده مرکه کې د سولې خبرو د بیا پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي په کار ده چې ددې خبرو پایله د ملي حاکمیت لرونکی او یو موټی افغانستان وي چې له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې وي.
ولسمشر دغه راز دا هم وویل چې د سولې بهیر باید د افغان حکومت او افغانانو په مالکیت وي او د څلویښت کلنې جګړې د پای لپاره د نړیوالې ټولنې او سیمه ییزو هیوادونو ضمانت مهم دی.
غني په دې مرکه کې دا هم وویل چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور په اړه به د دواړو هیوادونو د ګډو ګټو له مخې پریکړه کیږي.
ولسمشر او د هغه لومړي مرستیال وړمه ورځ جلال اباد کې هم د ټاکنو له لارې د واک پر لیږد ټینګار کړی و، خو طالبانو د دې څرګندونو په ځواب کې ویلي وو چې د واک د لیږد په اړه باید پرېکړه په دوحه کې د سولې په روانو خبرو کې وشي.