سمسور نیوز (۳سلواغه۱۴۰۱) سیمهییزې سرچینې وایي، په هرات ولایت کې یو سړي خپله مېرمن او د هغې مور وژلې دي.
سرچینې ویلي، دغه پېښه تېره شپه د هرات د کهسان ولسوالۍ په «اسلامکلا» ښارګوټي کې شوې ده.
دغه کس ایرج نومېږي او تازه له ایرانه هېواد ته راستون شوی و.
ویل کېږي، ایرج خپله خواښې کور ته راوستې ده او د شپې په ناوخته کې یې دواړه په ډزو وژلې دي.
تر اوسه د دې پېښې لامل او انګېزه روښانه نه دي او ځایي مسؤلینو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې هم د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې یو سړي د خپلې مېرمنې سر پرې کړی و.