دلاور: ملي خبرو ته اړتیا نشته

دلاور: ملي خبرو ته اړتیا نشته


  • 2 کاله دمخه (04/12/2022)
  • سمیر احمد
  • 869

سمسور نیوز (۱۳لېندۍ۱۴۰۱) له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون مشر وایي، له څو لسېزو وروسته، ملي حاکمیت رامنځته شوی دی او په هېواد کې ملي خبرو ته اړتیا نشته.

د شهاب الدین دلاور په باور، په ملي کچه خبرې ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي.

ښاغلي دلاور له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې به یو شمېر مهمې څېرې بېرته هېواد ته راستنې شي. 

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او توماس وېسټ په ځلونو په هېواد کې په ملي کچه د خبرو پر ترسره کېدو ټينګار کړی وو.