ازبکستان له افغانستان سره په رېلي تعرفو کې ۵۰ سلته کمښت راولي

ازبکستان له افغانستان سره په رېلي تعرفو کې ۵۰ سلته کمښت راولي


  • 8 مياشتي دمخه (01/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 268

‏د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس ملا بخت الرحمن شرافت د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې له مرستیال او مل پلاوي سره په کتنه کې د دوه اړخيزو رېلي همکاريو پر پراختيا خبرې کړې.  

په دې کتنه کې د ازبکستان د رېل پټلۍ ادارې مرستیال حکمت الله رحمت اوف ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره په رېلي تعرفو کې ۵۰ سلنه کموالی راولي.‏ 

هغه دغه راز ژمنه کړې، چې هېواد به یې د افغانستان د رېل پټلۍ له لارې انتقالات زيات او ټرانزېټي بهير ته وده ورکړي.

د افغانستان د رېل پټلۍ اداره وایي، د حيرتان - مزارشريف مسیر په نايب اباد سټيشن کې به د تازه مېوو او سبزيجاتو لپاره د تخليې او بارګيرۍ په هدف مجهز ساتنځای هم جوړ شي، چې د افغانستان تازه مېوه او سبزيجات له ځنډ او خرابوالي پرته منځنۍ اسيا، اروپا او بهرنیو هېوادونو ته صادر شي. 

د اوسپنې پټلۍ ادارې له دې وړاندې د روسیې د رېل پټلۍ ادارې له مرستيال اليا کازاکوف سره هم د رېل پټلۍ پر پراختيا خبرې کړې وې.