دخواشينۍ اوډاډگېرنې پيغام

دخواشينۍ اوډاډگېرنې پيغام


  • 3 کاله دمخه (12/06/2021)
  • حبيب الله غمخور
  • 1666

سويډن دمالمو ښار 

د۲۰۲۱ م کال دجون ۱۲

دا ده غم له پاسه غم دی 

دخواشينۍ اوډاډگېرنې پيغام

نن مې يوځل بيا هغه دردونکی او زورونکي خبر واورېدچې په ژوندمې اورېدل نه غوښتل ورځ مې په غم پیل کړه.

هغه نازولی اوراته گران رانه جلاسوچې ما یې په ژوند افتخارکاوه .

همدا شېبه مې ورځ ددې درونکي او زورونکی خپر په لوستلوپيل کړه پوهاند رسول باو ری چې ماته یې دورور حثيت درلود زموږ له کورنۍ نه دابد لپاره جلاسو .

دې هيواديوبل عالم ،تاريخ پوه اوپر ولس مين دلاسه ورکړ ،دحبيبی ،کهزاد، غباراو رشادبابايوبل لاروی پدوي پسي وکوچېداو افغان ملت بې باوری سو .

دهيوادغښتلی ليکوال،وتلی عالم اوپېژندل سوي تاريخ پوه ښاغلي پوهاند رسول باوري دورپېښی ناروغی له امله دتل لپاره له کورنی اوموږ دوستانو اومينوالو نه رخصت واخيست اودابدي ژوند په لور وکوچېد . 

انا لله وانا الله راجعون 

ارواښاد پوهاندرسول باوري دهېواد په علمی ډګر کښې ځلانده اوپېژندل سوې علمي څيره وه.هغه تر ډيره بريده دافغانستان دتاريخي آثارو دراسپړلو او نوي نسل روزلو په اړونددژورفکر،علمی درک اومستقل نظر خاوند علمی شخصيت وو. 

پوهاند باوري د افغانستان ستره علمي هستي، تکړه اوغښتلی لرغون پېژندو نکی ،ليکوال او څېړونکی وو. 

 کلونه کلونه يې دکابل پوهنتون د استادۍ د مقدسي دندي تر څنګ په لسګو نوعلمي او څېړنيز تاريخی اثاردلرغوني پېژندني په برخه کي ليکلي اوچاپ کړي دي.

ارواښادرسول باوري زموږ دهيواد دټولنيز،سياسي ،علمی او فرهنگی ژوند يوهڅانده څهروه ،شپه او ورځ يې دهيواد دتاريخې اثارودراسپړلولپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کولې او د دقلم په مټ یې دخپلو هيوادوالو سره خپل علمی اوڅېړنيز اثار شريکول .دلرغون پېژندنې په برخه دهيواد يوازنۍ عالم وو چې موږ یې دتل لپاره تنهاپرېښودلو. 

دې پر وطن او ولس مين شخصيت ودکډوالی په ژوندکي یې هم هره شېبه دخپل هيواد علمي،ټولنيز ،فرهنگي،ادبي حالات څارل اوپدې اړوند یې ليکنې کو لې اوڅېړنيز تاريخی اثار یې ليکل.

پوهاندرسول باوری له هغه ورځې چې زه پېژنم يو سرکښ قلموال اوژبه ور ليکوال وو .هغه ته وطن او ولس گران وو اوپدې هکله چې دهر مخالف پر وړاندي په ځغرده خپل نظر ليکه .

زه پداسي حال کښي چي دپوهاندرسول باوري ناببره مړېنه ،دارواښاد غمځپلې کورنی ،ورنو اولادونو ،دوستانو، علاقمندانو اوافغان روڼ اندولپاره لويه ضايع بولم اوله ټولوسره پدې ستر غم کي ځان اوخپله کورنۍ شريکه بولي دلوی خدای ( ج ) له دربار نه پوهاند رسول باوري ته فردوس جنت او کورنۍ ته یې دجمیل صبر غوښتنه کوم . 

دپوهاند رسول باوری ځای به دهيواد په علمی ډگر کې تر ډېره خالی پاته وي .

روح دې ښاد اويادې ابدي وي .الحکم الله حبيب الله غمخور