حکومت پنجشېر کې د احمد شاه مسعود مقبرې د ساتنې لپاره امنیتي کسان ګمارلي

حکومت پنجشېر کې د احمد شاه مسعود مقبرې د ساتنې لپاره امنیتي کسان ګمارلي


  • 1 اونۍ دمخه (22/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 116

سمسور نیوز (۱لېندۍ۱۴۰۱) د پنجشېر والي له خپل پلاوي سره پرون دوشنبه د احمدشاه مسعود له مقبرې څخه لیدنه کړې ده.    

د احمد شاه مسعود مقبره د پنجشېر د مرکز بازارک د «سيرچه» په غونډۍ کې ده. 

محمد محسن هاشمي په دې لیدنه کې ویلي، هېڅوک حق نه لري چې د احمد شاه مسعود د مقبرې سپکاوی وکړي او په خبره یې دوی د هغه د قبر د ساتلو لپاره امنیتي کسان ګمارلي دي.    

نوموړی داسې مهال دې مقبرې ته ورغلی، چې په تېر یوه کال دوه ځلې د نوموړي د مقبرې د نړېدو خبرونه خپاره شول.