له ولسمشر غني سره د مرکل ویډیويي خبرې

له ولسمشر غني سره د مرکل ویډیويي خبرې


  • 3 کاله دمخه (28/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1253

د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل د ویډیو کنفرانس له لارې له ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرو کې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په تړاو اندیښنه څرګنده کړه او وویل چې د سولې خبرو سره هم مهال د تاوتریخوالي دوام د منلو نه دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مرکل له یو خپلواک او پرمختللي افغانستان څخه چې دموکراتیک نظام پکې حاکم وي ملاتړ کوي او زیاتوي چې هڅې یې باید په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د رامنځته کیدو لامل شي.

مرکل دغه راز ویلي چې هیواد یې له افغانستان سره د مرستو دوام ته ژمن دی.

ولسمشر غنی د جرمني د مرستو له دوام څخه هرکلی وکړ او وویل چې د دواړو هیوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همکاریو د پراختیا لپاره له ټولو امکاناتو ګټه پورته کوي.