په بادغیس او بامیانو کې د ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه شوي

په بادغیس او بامیانو کې د ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه شوي


  • 1 کال دمخه (21/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 433

په بادغيس او باميان ولايتونو کې د ترافيکو پېښو له امله څلور کسان مړه شوي دي.

د بادغيس امنيې قوماندانۍ ویلي، چې نن سهار له هرات ولايته يو خاور موټر بادغيس ته پر لاره و، چې د سبزک بند په سيمه کې له سړکه وتلی او چپه شوى دى.

سرچينه وايي، په دې پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون درې کسان مړه شوي دي.

د باميان امنيې قوماندانۍ وياند محمد رسا ویلي، چې نن سهار د دغه ولايت د مرکز په بورسونه سيمه کې يو کاسټر موټر له يوه موټر سايکل سره ټکر کړى دى. 

هغه وايي، په دې پېښه کې د موټرسايکل چلوونکى مړ شوى او د کاسټر موټر چلوونکی د پوليسو له خوا نيول شوى او دا مهال تر نظارت لاندى دى.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ننګرهار او کندوز ولايتونو کې هم د ترافيکو پېښو له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.