کورنیو چارو وزارت: ننګرهار کې د ټابلیټ کا ګولیو باروړونکی موټر کشف شوی

کورنیو چارو وزارت: ننګرهار کې د ټابلیټ کا ګولیو باروړونکی موټر کشف شوی


  • 4 کاله دمخه (09/12/2020)
  • سیلۍ اسد
  • 1346

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو درې تنه د نشه یي توکو قاچاق کوونکي د ننګرهار ولایت په اړوند سیمو کې د دوه جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

 

کورنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د یادو کسانو له ډلې؛ په تورخم ښارګوټي کې یو کس له ۵۵۵۷ قرصه "کا" نشه کوونکو تابلېتونو سره چې په یو عراده بار وړونکي "هینو" ډوله موټر کې يې د قاچاق په موخه ځای پر ځای کړي وو نیول شوی دی.

 

 د یاد وزارت په وینا د ننګرهار ولایت په اړوند سیمو کې دوه تنه نور له څه باندې ۱۲ کیلوګرامه هیرویینو، یو میل کلاشینکوف وسلې او یوې قبضې تفنګچې سره یو ځای نیول شوي دي.

 

نوموړي زیاتوي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.