اوچا: افغانستان کې پاتې ناچاوده توکي هره مياشت ۶۰ کسان وژني

اوچا: افغانستان کې پاتې ناچاوده توکي هره مياشت ۶۰ کسان وژني


  • 1 کال دمخه (09/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 424

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې له جګړو پاتې ناچاوده توکي هره میاشت تر ۶۰ زیات کسان وژني. 

راپور کې زیاته شوې، چې د ناچاوده توکو ډېری قربانیان ماشومان دي.   

یاده اداره وایي، د افغانستان د ۴۰۱ ولسوالیو دوه، دریمه یې له جګړو پاتې ناچاودي توکي لري. 

د اوچا په وينا، ارزګان، کندز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغيس، فارياب، ننګرهار، غزني، فراه، ميدان وردګ او سمنګان هغه ولایتونه دي، چې له ماينونو او له جنګه پاتې چاودېدونکو توکو سخت اغېزمن دي. 

اوچا د ناچاوده توکو له پلوه افغانستان په نړۍ کې په ترټولو ناوړه وضعیت کې بللی دی.  

د اوچا په راپور کې راغلي، چې اوسمهال د ماين له خطرونو سره مبارزه لپاره د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.

راپور زیاتوي، د تېرو دوو کلونو پر مهال د ماين شنډونې لپاره بودیجه نيمايي کمه شوې او له کبله يې د ماين شنډونې ۴۰ سلنه کاري ځواک کم شوی دی.