د مسکو ناسته؛ ملګري ملتونه دې د افغانستان پر جوړېدو ژور فکر وکړي

د مسکو ناسته؛ ملګري ملتونه دې د افغانستان پر جوړېدو ژور فکر وکړي


  • 3 کاله دمخه (21/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1063

د مسکو په ناسته کې د سیمه ییزو هېوادونو استازو ویلي، چې د افغانستان وضیعت د خرابي خواته روان دی او ملګري ملتونه باید د یاد هېواد په اړه جدي فکر وکړي.

د راپورونو له مخې د مسکو په فارمټ کې راټولو شوو هېوادونو پر ملګرو ملتونو غږ کړی، چې د افغانستان پر بیا رغونه فکر وکړي او پر همدې تړاو د مرستندویه هېوادونو یو کنفرانس راوبولي. 

دوی وایي د افغانستان د ابادۍ لپاره باید ډېرې پیسې هغه هېوادونه ورکړي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې په دغه هېواد کې نظامي حضور درلود او جګړې یې کړې دي. 

د مسکو د غونډې ګډونوالو دغه راز ډاډ ورکړی چې د افغانستان تر څنګ درېږي او له دغه هېواد سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي. د مسکو غونډه پرون د افغانستان په اړه جوړه شوې وه چې په هغه کې چین، هند، پاکستان، روسیې او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو ګډون کړی و. امریکا یې د خپل نه ګډون لامل لوجستیکي ستونزې ښوودلې وې.