د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په ټول هېواد کې له ۲۴ زره بې سرپرسته کونډو مېرمنو سره د مرستو د وېش لپاره سروې پیل شوې.
د یادې ادارې ویاند عرفان الله شرفزوی ویلي چې یاده سروې به تر راتلونکې اوونۍ پورې بشپړه شي.
د شرفزوی په خبره، په کندهار، هلمند، ارزګان، او زابل ولایتونو کې دا سروې دوه اوونۍ وړاندې بشپړه شوې چې هلته له ۴ زره بې سرپرسته کونډو مېرمنو سره د ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت مرستې هم شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د سرې میاشتې له لوري په ټول هېواد کې له کونډو بې سرپرسته مېرمنو سره ۲۰۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته کېږي.
یادې ادارې تر دې وړاندې هم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې له اړمنو خلکو سره نغدي او د خوارکي توکو مرستې کړې دي.