امریکایي سناتور: امریکا باید افغانستان له پامه ونه غورځوي

امریکایي سناتور: امریکا باید افغانستان له پامه ونه غورځوي


  • 8 مياشتي دمخه (04/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 299

د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې مشر مايکل مک‌کال وایي، افغانستان لاهم د امریکا لپاره مهم دی او باید له پامه یې ونه غورځوي.

مک‌کال له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا نه غواړي افغانستان بيا د القاعده او داعش په څېر ترهګرو ډلو د روزنې په مرکز بدل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د استازو جرګې له همدې کبله په پر له پسې ډول د خپل هېواد له حکومته غوښتي، چې پر افغانستان خپل څار ولري. 

د امریکا د استازو جرګې دغه جمهوري غوښتونکی غړی په دې باور دی، چې لاهم امریکا ته له افغانستانه د القاعده او داعش ډلو ګواښ متوجه دی. 

مک‌کال، چې د بایډن ادارې له سرسختو منتقدینو څخه شمېرل کېږي، دا يې لومړی ځل نه دی، چې ورته څرګندونې کوي. 

نوموړي تر دې وړاندې هم بایډن تورن کړی و، چې له افغانستانه يې د وتلو پرېکړه ناسمه او سټراټیژیکه تېروتنه وه. 

که څه هم سرپرست حکومت لا تازه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې په ځلونو ډاډ ورکړی وو، چې له خاورې یې هېچاته ګواښ نه دی متوجه او څوک دې اندېښنه نه کوي.