ملګري‌ملتونه: افغانستان ته څه باندې سل ټنه بشري مرسته لېږو

ملګري‌ملتونه: افغانستان ته څه باندې سل ټنه بشري مرسته لېږو


  • 3 کاله دمخه (19/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1132

ملګري ملتونه د افغانانو د لاسنيوي په خاطر له سل ټنو زياته بشري مرسته د ازبیکستان له لارې افغانستان ته لېږدوي. 

د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو عالي کمېشنري وایي، په تېرو درېیو ورځو کې یې له افغانستان سره د څه باندې سل ټنه بشري مرسته د ازبکستان د ترمز ښار هوايي ډګر ته رسېدلې ده. 

دې سازمان په یوه اعلامیه کې زیاته کړې، چې په درېیو الوتکو کې لېږدول شوې مرستې چې خوراکي توکي هم په کې شامل دي، په ټېلرونو کې لوژستیکي مرکزونو ته انتقال شوي، چې له هغه ځای به د بلخ ولايت مرکز مزار شریف ته ولېږدول شي.   

ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم اعلان کړی و، درې الوتکې چې افغانستان ته بشري مرستې رسوي، ازبکستان ته به الوتنه وکړي. 

باید وویل شي، چې په وروستیو دوو میاشتو کې افغانانو سخته اقتصادي ضربه لیدلې، د خلکو کاروبار په ټپه درېدلی او دې چارې هېوادوال له سخت تشویش سره مخ کړي دي.