مور خپل دولس کلن زوي انار ګل ته په لوړ غږ وويل :
_ اناره ،وا اناره زويه تاته وايم ، چابکه راشه چې غوا درته خلاصه کم .
انار ګل په بيړه راغی او په خپله ماشومانه لهجه يې ، په عذرو زاريو داسې وويل : :
_خير دی مورې ، داختر ورځې دي ، نن هم په کور کې واښه ورته واچوه ، سبا به يې د وخته بوځم ، ښه مورې !؟
مور يې په داسې حال کې چې غوايې له موږي نه خلاصوله ، لږه ټکنۍ شوه ، زړه نا زړه يې وويل :
_ څه درته ووايم زويه !، که پلار دې خبر شي چې نن دې بيا هم غوا سارا ته نه ده بيولې ، ژوندی به دې پرې نه ږدي .
_خير دی مورې ، ته يوځل ورته ووايه ، هغه بيا څه نه وايي ...
مور يې زړه ورباندې وسوځيده، خلاصه کړې غوا يې بيرته په موږي پورې وتړله ، او بيا يې انارګل ته مخ ورواړاوه :
_ ښه ده زويه ! چې ته وايې نن دې هم په کور ولاړه وي خو پام دې وي چې سبا ګوره بيا دا انې بانې ونه کړې
انارګل چې د مور دا خبره واوريده بې اختياره يې له خولې نه د خوشالۍ يوه کړيکه ووتله ، غوښتل يې په يوه منډه له کوره ووځي او خپلو همځولو ته ځان ورسوي .څو قدمه چې مخکې لاړ ، نا څاپه يې پلار د کلا په لويه دروازه را ننوت .انارګل له ويرې لکه وچ لرګی په ځای ودريده . پلار يې د تل په شان انارګل ته له غوسې نه په ډکه لهجه وويل :
_ د ځناور بچيه ! غوا تراوسه په کور کې ولاړه ده ، او ته خوشې په خوشې ګرځې ...؟
انار ګل له ډيرې ويرې هيڅ ونه ويل ، يوازې يې خپلې مو ر ته په دې تمه غلي غلي کتل چې هغه يې ځواب ووايي .
موريې چې د انارګل زيړ او زبيښلی رنګ ته پام شو په وروغږيې د هغه په پلوۍ وويل :
_ خيرد ی سړيه ! ماشوم دی ، د اختر ورځې دي ، ټول همځولي يې په دکلي په ميدانۍ کې لوبې کوي ، پريږده چې دی هم ورشي ، ماته يې ډيرې زارۍ وکړی ، پام دې وي چې څه ورته ونه وايې .....
پلار يې چې دا خبره واوريده نو په ډيره غوسه يې خپلې ښځې ته وويل
_ دا هلک ستا د لاسه وران شوی، ستا دلاسه ! پخوانيو ويلي دي : چېرته چې ډب نه وي ، هلته ادب نه وي
او ددې خبرې سره سم يې د انارګل په مخ داسې څپيړه حواله کړه چې د چا خبره غږ يې په لسم کلي هم اوريدل کيده .
.انار ګل خوارکي له ډيره درده يوه سخته کړيکه وکړه خو د پلار له ويرې بيرته غلی شو ، ژر ژر يې له سره لويدلې خولۍ له ځمکې راپورته او او له خاورو وڅنډ له ، په داسې حال کې يې غوا له کوره وويستله چې دوړو وړو سلګيو سره يې له سترګو مړې مړې اوښکې هم روانې وې.
انارګل په ژړا ژړا کې غوا د غره لمنې ته ورسوله . غوا څريدله او خپل واښه يې خوړل . خو دانارګل د زړه نه يوازې خدای خبر و . يوې غټې تيږې ته يې ډډه ولګوله ، دخپلو ماشومانه فکرونو په لوي سمندر کې لاهو شو، کله به ورته په کلي کې د خپلو همځولو لوبې سترګو ته ودريدې او کله به ورته د خپل پلار څپيړه... ، په همدې چرتونو کې ډوب و چې خو ب پرې خپلې وزرې وغوړولې . ورو يې يوه وړه تيږه خپل سرته کيښوده اوپه کراره کراره په درانه خوب ويده شو
غرمه مهال چې له خوبه راپورته شو . په بيړه يې د خپلې غوا په لور وکتل ، خو له بده بخته د غوا درک نه و. د ليوني غوندې يې کله يوې
خوا او کله بلې خوا منډې ووهلې خو بيا يې هم درک ونه لګيده .
ډير وارخطا شو ، حيران و چې څه وکړي د غره نه سمې ته راښکته شو په لويه لار کې ودريده ، ديوه او بل نه به يې يوازې همدومره پوښتل :
_ ماما زما غوا دې نه ده ليدلې ؟
خو هر چا به ورته يوازې د نه ځواب ورکاوه . له ډيرو پوښتنو وروسته يوه تن ورته وويل :
_ وراره ګله ، ځان مه ستړی کوه ، په دې ورځو کې غله ډيرشوي دي چا به درنه پټه کړي وي ، کور ته لاړ شه پلار دې خبر کړه چې هغه يې ولټوي
ددې خبرې په اوريدو سره انار ګل هم په دې باوري شو چې غوا يې په رښتيا هم چا پټه کړې ده ، اوس نو په دې چرتونو کې لاړ چې کورته لاړ شي که نه ؟
که لاړ شي او پلار يې خبر شي چې غوا ورکه شوې څه به وايي .....؟
په همدې کشمکش کې را ګير و او ځانته يې د حل لاره لټوله .
د بلې خوا يې مور په کور کې ډيره نارامه وه ځکه د لمر سترګه په لويدو وه او د انارګل در ک نه و ،شيبه په شيبه يې انديښنه زياتيده په وار خطايې له کوره راووتله ، مخامخ يې هغې لارې ته وکتل ، په کومه لار به چې هره ورځ انارګل د خپلې سرې غوا سره يو ځای د کو ر په لور راروان و .
په انتظا ر انتظار کې د ماښام تياره را خوره شوه او د انارګل پلار هم په جومات کې د ماښام د لمانځه نه وروسته خپل کور ته راستون شو . د کلا په لويه دروازه کې ښځې په وار خطايې او د د ژړا نه په ډک غږ ورته وويل :
_ سړيه خدای دې خير کي ، انارګل زوي مې تر اوسه نه راغلی .
_ دا څه وايې ، غوا هم نه شته او انارګل هم ؟
_ هو ، هله ژر ورپسې لاړشه ، خدای مه کړه چې کومې بده پيښې سره نه وي مخامخ شوی .
د انارګل پلار چې دا خبره واوريده ، ډير وار خطا شو ¸ژر يې لګيدلی لاټين دځان سره واخيست او له کوره ووت ، د څو تنو ګاونډيانو په مرسته يې لومړی د غره لمنې تيږه په تيږه او ناو په ناو وکتلې ، بيا يې په کلي کې ديوه او بل د کور دروازې هم وټکولې خو هيچا د انارګل درک ورنه کړ .
نيمه شپه په خواشينۍکورته راستون شو ، خوب يې له سترګو الوتی و تر سهاره يې شپه په ويښه تيره کړه . شپه چې سبا شوه ښځې د ژړا نه په ډک غږ وويل :
_ سړيه ! رڼا ځمکې ته رالويدلې ده ، نور نو په کور کې د کيناستو وخت نه دی ، چابکه لاړ شه ، د زوي مړی ژوندی مې پيدا کړه
_ په تګ به لاړ شم خو ځمکه او اسمان مې دواړه لټولي، نور نه پوهيږم چې څه وکړم او چيرته يې ولټوم ؟
د همدې خبرې سره سم يو ځل بيا له کوره ووت . ټوله ورځ يې بيا هم په ګرځيدو ګرځيدو تيره کړه خو د انارګل هيڅ پته ونه لګيده .
د ورځې په اوږدو کې د کلي ښځې ، ماشومان ، سپين ږيري او ځوانان ټول د انار ګل له ورکيدو نه خبر شول ، يوه به ويل :
_ کيدای شي خوارکی په غره کې ليوانو خوړلی وي
بل به ويل :
_ کيدای شي له کوم کمره نه لويدلی وي او په غره کې مړ پروت وي
لنډه دا چې هر چا به له خپله انده بيلابيلې تبصرې کولې خو هيڅوک په رښتينې توګه نه پوهيدل چې په انارګل به څه راغلي وي . ....
دوه درې ورځې تيرې شوې خو بيا هم د انارګل درک ونه لګيده . د هرې ورځې په تيريدو د هغه د مړينې خبره له اوازو څخه د حقيقت په لور نږدې کيده . له همدې امله به ډلې ډلې کليوال د غمرازۍ له پاره راتلل او د انارګل پلارته به يې ، د تسليت او ډاډ ګيرنې په خوا کې فاتحه هم ورکوله .
يوه ورځ د کليوالو په منځ کې يوه تن د خبرو اترو په ترځ کې دانارګل پلار ته وويل :
_ماما ! مرګ اوژوند د خدای (ج) په لاس کې دی ، نا اميده کيږه مه ، که زما منې يو ځل لاړشه د ښار په روغتونونو هم وګرځه ، ګوندې هلته يې څه درک ولګيږي
د انارګل پلار چې دا خبره واوريده يو څه په فکر کې ډوب شو کله چې د راغلو ميلمنو نه وزګارشو ،د خپلې ميرمنې سره يې دا خبره شريکه کړه . ميرمنې ورته په ژړغونې غږ وويل :
_ د انارګل پلاره ! ته لکه چې سودايي شوې يې، ښار چيرته او انارګل چيرته ، په انارګل چې هره ټکه راغلې ، هغه په همدې کلي کې ده... لاړ شه ، بيا يې ولټوه بيا يې ولټوه ...
دانارګل پلار په دې پوره باوري و چې نور يې نو زوي په کلي کې نه شته ، چکه خو يې د ښار په لور وخوځيده ، ماسپښين مهال و چې د ښار لوي روغتون ته ورغی .
د روغتون په دروازه کې يې ، د لا وارثه مړي ، ژوندي پوښتنه وکړه ، د روغتون يوه کارکونکي هغه لاس نيولی د ځان سره بوتللو او د يو ماشوم کټ ته يې ودرولو .د روغتون کارکونکي ورو ورو دماشوم له مخ نه څادر پورته کړ :
د انار ګل پلار چې ما شوم وليد ، سمدلاسه يې په زوره چغه کړه :
_ اخ ! دا خو زما زوي انارګل دی ...
د روغتون کارکونکي د ډاډګيرنې وروسته ورته وويل :
_ کاکا ښه دی چې راغلې ، ستاسو ماشوم لا پرون په حق رسيدلی خو داچې وارث يې نه و معلوم موږ تر ننه پورې ساتلی دی ، تاسو کولی شی اوس دخپل ماشوم زوي ځنازه يوسی. الله دې وبخښي ! او تاسو ته دې الله د زړه صبر درکړي
د انارګل پلار په ژړا ، ژړا سورې او نارې پيل کړې :
_ نه نه ، تر هغو يې ځنازه نه وړم ، څو مې د خپل زوي قاتل نه وي پيدا کړی ، هله ژرکوی ، ووايې ! زما زوي چا ژوندی په اور کې سيزلی ..... زه به دخپل زوي قاتل ژوندی پرې نه ږدم ...
دروغتون کارکونکي په ډيره ارامه لهجه ورته وويل :