د نورمحمد تره کي د زېږېدو ۱۰۶ کالیزه

د نورمحمد تره کي د زېږېدو ۱۰۶ کالیزه


  • 7 مياشتي دمخه (14/07/2023)
  • راز محمد پکتین
  • 528

د نورمحمد تره کي د زېږېدو ( ۱۰۶ کالیزه )

ارواښاد نور محمد تره کی یو سیاسي او فرهنگي شخصیت او د یوې ټینگې مستقلې ارادې خاوند وو، د هېواد ملي گټو او د خلکو د پراخو پرگنو ارمانونو ته یې په ریښتیني توگه ژوره وفاداري درلودله یو مهربان او زړه سواندی د سیاسي تقوا او ژورې سیاسي پوهې درلودونکی ستر شخصیت وو چي له هېواد او خلکو سره يې زیاته مینه درلوده او خپل ژوند یې د هغوی چوپړ ته وقف کړی وو.

ارواښاد نورمحمد تره کی ځواکمن لیکوال، پياوړی ژور نالست او د شلمې پېړۍ د دوهمي نیمایي بې بدیله رهبر او سیاسي شخصیت وو چي د افغانستان د خلکو ستونځمن او له ربړه ډک ژوند يې په ډېر ژور سیاسي احساس  سره درک کړی وو او په دې یې ټینگ باور درلود چي له دې ستونځمن او دردناک حالت څخه د خلکو د پراخو پرګنو د خلاصون یواځنۍ لاره سیاسي مبارزه ده چي باید د یوه متشکل سازمان له لاري پر مخ ولاړه شي. له همدې کبله یې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او ادبي برخو کي علمي څېړنې وکړې او هغه په ډېره لنډه موده کښي د هیواد د یوه پیاوړي غښتلي او ځواکمن لیکوال په توګه را څرګند شو او پخپل وخت کي داسي تلپاتي آثار ټولنې ته وړاندي کړل چي راتلونکي نسلونه به يې تل له ځان سره ساتي اولولي به يې. دا آثار د پښتو د ادب د ستر کاروان هغه روڼ ستوري دی چي ورځ تر بلې به لا ښه وځلیږي. نورمحمد تره کي  نه یواځي دا چي د یوه ملي سیاسي شخصیت په توگه را څرگند شو بلکه د یوه پیاوړي ریالست لیکوال په توگه یې په پښتو ادبیاتو کي د ریالیزم د سبک (ښوونځي) بنسټ هم کېښود. د هغه د ادبي کار اصلي سوژه هغه انسان دی چي د زیاتو ربړونو، تېريو، نارواوو او محرومیتونو درنې څپېړې یې خوړلي دي.او خپله سیاسي مفکوره یې د خپلو ادبي لیکنو له لاري خپروله. تره کی د خپل چاپېریال له شرایطو سره سم  ځانته ټاکلی فکر او ارمان درلود چي د دې هدف لپاره یې ساده، روانه او له لفظي پېچلتیا څخه پرته ژبه کاروله لفظي پېچلتیاوي يې ځکه نه کارولې چي په لیکنو يې عام خلک پوه شي. که د دوۍ د اثارو علمي او ادبي ارزونه وشي نو دا به د لمر په شان څرګنده شي چي د نور محمد تره کی آثار د رښتیا لټولو، څېړلو او په رښتیا بدلېدلو، هغه روښانه بېلگه ده چي له رڼا او رښتیا څخه پرته په بل هیڅ شي پسي نه ګرزي. د معاصرو ادبپوهانو له قوله نورمحمد تره کی د خپلو همزولو لیکوالو په منځ کي لومړی ځای لري او یو پیاوړی نوښتګر او ځیرک لیکوال يې بولي او د پښتو ادب په وده کي د دوۍ آغېز څرګندوي. شواهد دا راښیي چي ادبپوهان نورمحمد تره کی په پښتو ژبه کي د ناول د بنسټ ایښودونکي په توګه هم پېژني.

نورمحمد تره کي برسېره پر دې چي یو ځواکمن لیکوال وو په ژورنالیزم کي يې هم غوره لاسرسی درلود. په ۱۳۴۰ کال کي نورمحمد تره کی د فارس د خبري آژانس له خوا په رسمي توګه بلل شوی و. د پروګرام په ترځ کي یوه غونډه د خبري آژانسونو، ورځپاڼو او مجلو له عمومي مدیرانو سره نیول شوې وه چي تره کي په دې غونډه کي وینا کړې ده چي د هغې په ترځ کي د یوه مسلط ژورنالست په توګه ویلي دي: « د یوه ملت په داخلي رسنیو کي د بهرنیو جریدو او آژانسونو د مقالو تفسیر، تحلیل آو فیچر( تفصیلي خبر یا راپورتاژ ) ټوله ژباړه په عین شکل سره خپرول، دا یوه ستره جفا ده له هغه چا سره چي د رسنۍ په مدیر او ژباړونکي يې اعتماد کړی دی. ځکه چي د یوي بهرنۍ مقالې په کامله توګه تفسیر او نظر په ناپوهي سره له اړوند دولت او ډلې سره چي غواړي له مقالې څخه ګټه پورته کړي، د خپل سیاست د پلي کولو زمینه برابره کړي او د اجرا کولو لاره ورته اواره کړي ، مرسته کوي.».

ارواښاد نورمحمد تره کی د ا. خ. د. ګ. بنسټ ایښودونکی، د یوه ملي او دموکراتیک فکري خط خاوند وو چي په مبارزه کي له ماجرا جويي او افراط او تفریط څخه مبرا وو. د ګوند په غړو باندي يې له حده زیات اعتماد کاوه چي دې کار د دوۍ ژوند ته د پای ټکی کېښود. یو غربي عالم وايي: « مه وایه چي ساده وو ويې غولاوه، ووایه چي اعتماد يې وکړ او خیانت ورسره وشو » نور محمد تره کی د ګوند د یووالي سمبول او د ثور د انقلابي پاڅون محرک وو. د یوه ملي فکر خاوند او مستقل شخصیت وو همدا سبب وو چي د دوۍ فزیکي ترور په مسکو کي پلان شوی وو. که نورمحمد تره کی ژوندی پاتي شوی وای نه شورویانو په افغانستان باندي یرغل کولای شو او نه هم د ثور انقلابي پاڅون له ناکامي سره مخامخ کېده او نن ورځ به د موږ دا ښکلی هیواد د آبادي له مخې د نړۍ له پرمخ تللوهیوادونو څخه شمېرل کېده. د نورمحمد تره کي د واکمنۍ د یونیم کال اجراات په دې لیکنه کي نه ځاییږي خو د ما په کتاب( افغانستان له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته) کي په مفصله توګه انعکاس ورکړل شوی دی چي دا اجرات د دې ښکارندوی دي تره کی رښتینی مشر او رهبر دی.

نورمحمد تره کي په ولس باندي اتکا کوله او ملي یووالي او د هیواد او خلکو ګټو ته یې ټینګه ژمنتیا درلوده، اساسي موخه يې هیواد او خلکو ته رښتینی چوپړ وو، له هر ډول فساد سره يې ضدیت درلود هغوی وايي: « که موږ له لوږې هم مړه شو بډو او اختلاس ته به زړه ښه نه کړو.» واکمني ته د رسېدو په هکله وايي « موږ غوښتل یوازي د دموکراتیکو اصولو په اساس او د افغانستان د خلکو په ملاتړ باندي د قدرت واګي په لاس کي واخلو او د داود خان له رژیم څخه مو ټینګ ملاتړ کاوه خو د هغه ماجراجویانه عمل موږ متقابل عمل ته مجبور کړو او د ثور پاڅون په موږ باندي تحمیل شو.» د بهرني سیاست په هکله وايي: « موږ د دوستو هیوادونو د بې قید او شرطه مرستو هرکلی کوو او د مرستو په بدل کي به هیڅ هیواد ته سیاسي امتیاز ورنکړو او هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوو چي زموږ ملي هویت ، خپلواکي او ناپیلتوب ته زیان ورسوي. » د واکمني په وروستیوشپو او ورځو کي خپلو ملګرو ته وايي: « زه به په یوه داسي کار لاس پوري نه کړم چي زموږ ګوند له دننه ټوټې ټوټې کړي او تاسي ته هم سپارښتنه کوم چي داسي اقدام ونه کړۍ او د خپل ژوند د ژغورلو لپاره به یو مچ هم ونه وژنم.»

د ثور د انقلابي پاڅون بېساري بریالیتوب او د نورمحمد تره کي مستقل سیاست او د هغه ژورو ملي احساساتو دا څرګنده کړه چي هغه یو بې بدیله کریزماتیک مشر وو چي د شرقي او غربي سیاستونو تر تاثر لاندي نه راته او د ملي ارزښتونو په رڼا کي يې خپل مستقل سیاست پر مخ بیول چي دې سیاست د دوو زبر ځواکونو د سیاست سره اړخ نه لګاوه هغه وو چي د کورنۍ او بهرنۍ ارتجاع او امپیر یالیزم له خوا د امان الله خان په څېر د الحاد اوکمونیزم توره ټاپه ورباندي ولګول شوه او ډېری سیاستوال يې د شورویانو ګوډاګی بولی خو دا حقیقت نه لري. د دې حقیقت د ثبوت لپاره په لیکنه کي مخکي یو لړ شواهدو ته اشاره شوې ده په دې هکله د زیاتي رڼايي لپاره د درنو لوستونکو پاملرنه لاندي ټکو ته رااړوم چي د هغوی وړتیا، درایت، استقلالیت، ملي ارزښتونو ته ژمنتیا په کره توګه څرګندوی:

لومړی - نورمحمد‮ تره کي ‬په‮ ‬خپلو‮ ‬څرګندونو‮ ‬کي‮ ‬په‮ ‬ډاگه‮ ‬کړه چې:‮ «‬د‮ ‬ثور‮ ‬په‮ ‬انقلاب‮ ‬باندي‮ ‬نه‮ ‬یو‮ ‬کپیک‮ ‬او‮ ‬نه‮ ‬هم‮ ‬يو‮ ‬سنټ‮ ‬مصرف‮ ‬شوی‮ ‬دی‮» او په بل ځای کي وايي ‬چي:‮ «‬کله‮ ‬چي‮ ‬د‮ ‬ثور‮ ‬انقلاب‮ ‬بریالیتوب‮ ‬ته‮ ‬ورسیده‮ ‬نو‮ ‬مسکو‮ ‬او‮ ‬واشینګټن‮ ‬ګوتې‮ ‬په‮ ‬غاښ‮ ‬ورته‮ ‬ونیولې‮ ‬(یعنی‮ ‬هک‮ ‬پک‮ ‬شول‮)» په ټوله کي‬ د تره کي له ویناګانو او مطبوعاتي کنفرانسونو څخه ‮ مسکو ته دا څرګنده شوه چي ‬نور‮ ‬محمد‮ ‬تره‮ ‬کي‮ ‬یو‮ ‬مستقل‮ ‬سیاسي‮ ‬شخصیت‮ ‬دی‮ ‬او‮ ‬ژور‮ ‬ملي‮ ‬احساسات‮ ‬لري‮ ‬او‮ ‬د‮ یوه زبرځواک ‬مشورو‮ ‬ته‮ يې هم غو‬ږ‮ ‬ونه‮ ‬نیو.همدا سبب وو چي شورویان په دي لټه کي شول چي هغه د قدرت له ګدۍ څخه وغورزوي او د ۱۳۵۷ کال د چنګاښ په میاشت کي ‮ ‬کارمل‮ ‬په‮ ‬پراګ‮ ‬کې‮ ‬د‮ ‬سفیر‮ ‬په‮ ‬توګه‮ ‬وګمارل‮ ‬شو‮ او ‬د‮ ‬مسکو‮ ‬له‮ ‬لارې‮ ‬پراګ‮ ‬ته‮ ولاړ په مسکو کي یې ‬د‮ ‬شوروي‮ ‬اتحاد‮ ‬له‮ ‬ځینو‮ ‬مسئولینو‮ ‬سره‮ ‬یو‮ ‬لړ‮ ‬لیدنې‮ ‬او‮ ‬کتنې‮ و‬کړي‮ ‬چي‮ ‬په‮ ‬دې‮ ‬لیدنو‮ ‬او‮ ‬کتنو‮ ‬کې‮ ‬داسې‮ ‬طرحه‮ ‬را‮ ‬منځ‮ ‬ته شوه‮ ‬چي‮ ‬څه‮ ‬باید‮ ‬وشي‮ ‬چي‮ ‬کارمل‮ ‬د‮ ‬لومړي‮ ‬شخص‮ ‬په‮ ‬توګه‮ ‬د‮ ‬نور‮ ‬محمد‮ ‬تره‮ ‬کي‮ ‬په‮ ‬ځای‮ ‬د‮ ‬واک‮ ‬په‮ ‬ګدۍ‮ ‬کښېني.‮ ‬کارمل‮ ‬په‮ ‬دی‮ ‬هکله‮ ‬ټینګار‮ ‬کوي ‮ ‬چې:‮ « تر ‬څو‮ ‬تره‮ ‬کی‮ ‬ژوندې‮ ‬وي‮ زه ‬دا‮ ‬امکان‮ ‬نه‮ ‬لرم‮ ‬چي‮ ‬د‮ ‬لومړي‮ ‬شخص‮ ‬په‮ ‬توګه‮ ‬کار‮ ‬وکړم ‮»‬.‮ ‬هغه‮ ‬وو‮ ‬چي په شوروي اتحاد کې‮ ‬د‮ ‬نور‮ ‬محمد‮ ‬تره‮ ‬کي‮ ‬د‮ ‬راپرزولو‮ سناریو جوړه شوه اوهغه یې د افغاني، بشري او اسلامي اصولو خلاف په بېرحمانه توګه وواژه او امین یواځي وسیله وګرزېدله. په دې هکله ما په ( افغانستان له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ) کتاب کي په تفصیل سره رڼا اچولې ده. په دې هکله موثق اسناد موجود دي څوک چي هغه ملحد، کمونیست ، د شوروي  ګوډاګی او جاسوس يې بولي لږ د خپل وجدان ته سر ټیټ کړي او خجالت د وباسي. دا د لمر په شان څرګنده ده چي زبرځواکونه د خپلو ګوډاګیانو ملاتړ کوي او ځواکمن کوي يې نو که  نورمحمد تره کی د شورویانو ګوډاګی وای نو بیا يې ولي په بیرحمانه توګه په شهادت ورساوه ‬؟ 

‮دوم - دا د نورمحمد تره کي استقلالیت ښيي چي د ثور په پاڅون باندي شورویان حتی خبر هم نه وو. د دې خبرې د ثبوت لپاره د کي ګي بي د دوو مسؤلو کسانو خبرو ته د درنو لوستونکو پام را اړوم په افغانستان کي د شوروي د سفارت د کي ګي بي معاون مروزوف وايي د ثور له پاڅون څخه موږ نه وو خبر ځکه د ګوند د رهبري له خوا هدایت ورکړ شوی وو چي موږ خبر نه شو البته وېرېدل چي موږ به مداخله وکړو (سیلیک هریسن پشت پرده افغانستان ۰۳ مخ ) د کي ګي بي د بهرنیو استخباراتو جنرال کالوګین په (انقلاب سردردي ) مستند فلم کي وايي چي د ثور د انقلاب په هکله موږ د بي بي سي د اطلاعاتو له خوا خبر شوو او په کریملین کي مشران د شوک په حالت کي وو او یوه يې هم دا حالت نه غوښت ځکه د داودخان په نسکور شوي حکومت کي کي ګي بي د اطلاعاتو ډېرې ښې سرچینې درلودې. او یوه بله په زړه پوري موضوع د ۷۵۳۱ کال د لیندې د میاشتي په ۵ نېټه نورمحمد تره کي د مسکو په رسمي سفر کي شوروي مشرانو ته وویل چي موږ انقلاب کړی دی موږ غواړو نوې پروژې په کار واچوو چي خلکو ته کار پیداشي له موږ سره مرسته وکړۍ برېژنیف ورته وویل موږ اوس زیاتي اقتصادي ستونځې لرو لومړی به دا موجودي پروژې تکمیل کړو بیا به د نویو پروژو په هکله اقدام وکړو. کله چي مېلمستون ته راغلو نو نورمحمد تره کي د هیئت غړو ته په ډاګه وویل چي شورویان له موږ سره مرسته نه کوي دا وطن به موږ پخپله جوړوو.      

 دریم - ما په مسکو کي د شوروي اتحاد د وخت د کورنیو چارو وزیر سره ملاقات درلود نوموړي راته وویل د تاسي د حیرتان- کابل لارستراتېژیکه لار ده باید په ډاډمنه توګه وساتل شي نو که تاسي امکان نه لري موږ کولی شو په افغاني یونیفورم کي د موږ داخلي قطعات درواستوو. ما دا رپوټ د بهرنیو چارو وزارت ته رسمي واستاوه او په خاص تیلفون کي مې تره کي صاحب ته خبر ورکړه هغوی په تیلفون کی راته وویل: « موږ چي له دوۍ سره په دوستي باندي متهم یو خلک له موږ سره جنګیږي نو که د دوۍ قطعات راشي موږ به په خپله ملي قیام ته زمینه برابره کړو. ». 

دریم - د نور محمد تره کي په واکمني کي هر مثبت ګام چي اخستل شوی دی ارتجاعي ځواکونو هغه بیوخته او د عرف خلاف او کله کله يې حتی د اسلام خلاف بللی دی د ساري په توګه کله چي د بیسوادي سره جهاد اعلان شو او په زرګونو د لیک لوست کورسونه پرانستل شول ( ۱۰ ګڼه فرمان ) ویل به يې چي وخت يې نه دی. کله چي سود او سلم د قرآني ایتونو په اساس منع شو ( ۶ ګڼه فرمان ) او ولور حرام وګڼل شو په نکاح کي د جانبینوموافقه حتمي شرط کېښودل شو ( ۷ ګنه فرمان ) نو دا يې د عرف خلاف او بیوخته وګڼل.

څلورم - جنرال ضیاالحق له نورمحمد تره کي سره دری واري یوځل په کابل او دوه ځلې د فیدل کاسترو په منځګړيتوب په هوانا کي وکتل او د دې لیدنو او کتنو په ترځ کي ضیاالحق ته دا څرګنده شوه چي نورمحمد تره کی  غښتلی مشر دی، د ټینګې ارادې خاوند، مستقل سیاسي شخصیت، په سیمه ایز او نړیوال سیاست باندي په کامله توګه مسلط دی، ځواکمن ګوند او ځواکمن وسله وال پوځ لري او په دې پوه شو چي له نور محمد تره کي سره د پړي سر کشول د پاکستان په ګټه نه دی هغه و چي په هاوانا کي د ملاقات په دوهمه ورځ نورمحمد تره کي او ضیاالحق په دې باندي هوکړه سره وکړه چي د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو چارواکي دی د دواړو هیوادونوتر منځ د دوستي او ښه ګاونډيتوب د یوې لوزنامې طرحه چمتو کړي چي بیا به په کابل کي په رسمي توګه لاس لیک شي او نورمحمد تره کي وړاندیز ورته وکړ چي په دې هکله به شوروي اتحاد او امریکا تر هغه پوري نه خبروو تر څو لوزنامه لاسلیک شوې نه وې.

پنځم - نورمحمد تره کی یو منځلاری سیاسي شخصیت وو چي په ښي اړخو او کیڼ اړخو ځواکونو پوري د هغوی تړل ماته مناسب کار نه برېښي. هغه ماجراجوی نه وو، افراط او تفریط يې نه کاوه، له شرایطو سره سم يې پالیسي ټاکله هغه کمونست او ملحد نه وو بلکه هغه یو پیاوړی ملي دموکرات وو او هڅه يې کوله چي څومره چي امکان موجود وو د ملي او د  موکراتیکو ځواکونو یووالی يې غوښت. 

دې حقایقو ته په کتو سره دا په کره توګه څرګندیږي چي ارواښاد نورمحمد تره کي د شلمې پېړۍ یو ځواکمن ملي او بې بدیله مشر، د ا. خ. د. ګ. د یووالي سمبول او د ثور د انقلاب د بریالیتوب ګرانت وو د هغه بېرحمانه وژل له یوې خوا د ثور د انقلاب د ناکامي پیلامه ګڼل کیږي او له بلې خوا خلکي اړخ داسي ټوټې ټوټې شو چي اوس يې دوه کسه هم  په رښتیني توګه په یوه لار نه سره ځي. که له تره کي سره ژوند وفا کړې وای نه د ثور انقلاب ناکامېده او نه هم شورویانو په افغانستان باندي یرغل کولی شو. اروا د ښاده یادونه او فکري خط د تلپاتي وي.