د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې ژر تر ژره د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ودروي.
یاد سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اېستل غیر قانوني بللي او له دغه هېواده یې غوښتي چې د کډوالو حقونو ته درناوی وکړي.
د بښنې نړیوال سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پاکستاني پولیس افغان کډوال په بېلابېلو پلمو ځوروي او زندان ته یې اچوي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت د روان کال په آپرېل میاشت کې د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ پیل کړه.
د بښنې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د دې لړۍ له پیل راهیسې، ۲۲۶زره ۲۷۹ افغان کډوال ستانه شوي چې له دې جملې ۴۲زره په جبري ډول اېستل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د اېستل شویو له ډلې له ۱۱۵زره زیاتې ښځې او نجونې دي.
که څه هم سرپرست حکومت او نړیوالو سازمانونو په وار، وار د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ وردوي؛ خو دغه هېواد دې غوښتنو ته هېڅ پاملرنه نهده کړې.