لغمان کې اوو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

لغمان کې اوو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.


  • 3 کاله دمخه (28/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1717

لغمان کې د یوې چاودنې له کبله ۷ تنه پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.

ځایي سرچینې وایي، چې‏ نن سهار د لغمان ولایت اړوند مرکز مهترلام ښار د عمرزیو په سلطان کلي کې په یوه هاموي ټانګ د سړک غاړې ماین چاودنه کړې، چې په پایله کې یې د ملي پولیسو د پوستې قومندان په ګډون درې تنه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

بل خوا بیا د لغمان د امنیه قومنداني ویاند، شفیع الله افغانیار وایي، چې طالبانو په یاده سیمه کې د ملي پولیسو په پوستو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د پولیسو یو تن سرتېری ټپي شوی دی.

تر دې مهاله وسله والو طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.