د تېرې یوې میاشتې په طبیعي پېښو کې ۴۲ کسان مړه شوي

د تېرې یوې میاشتې په طبیعي پېښو کې ۴۲ کسان مړه شوي


  • 1 کال دمخه (27/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 573

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې د هېواد په دیارلسو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له کبله ۴۲ کسان مړه شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.

د دې وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي په یوې ویډیو کې ویلي، دغو کسانو ته په کاپیسا، میدان وردګ، تخار، بدخشان، غور، کندهار، کونړ، نورستان، لغمان، پکتیا، خوست، دایکنډي او ننګرهار ولایتونو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده. 

ښاغلی رحیمي زیاته کړې، چې په‌دې مهال کې د طبیعي پېښو له کبله ۳۴۱ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي او همداراز ۱۹۵۷۳ جریبه کرنیزه ځمکه، مېوه لرونکي بڼونه او ۱۳۵۴ څاروي هم له منځه تللي دي.