د چین د جنوب ختیځ په لیانجیانګ ښار کې یوه کس د یوه وړکتون دننه ۶ تنه د چړې په وسیله وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ۲۵ کلن برید کوونکی نن تر برید وروسته نیول شوی دی.
په وژل شویو کې یو تن د وړکتون ښوونکی، دوه ماشومان او درې تنه د نورو ماشومانو والدین ښودل شوي دي.
چینایي پوليسو دا پېښه يو «قصدي بريد» ګڼلی دی.
د وروستيو کلونو پر مهال په چين کې د چړو بريدونه زيات شوي دي.