افغان ځواکونو هلمند کې ۱۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

افغان ځواکونو هلمند کې ۱۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 3 کاله دمخه (08/06/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1245

ملي دفاع وزارت ویلي، چې تېره ورځ هوایي ځواکونو د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ بند برق او سربند سیمو کې وسله وال طالبان په نښه کړي، چې په پایله کې ۴ طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.

یاد وزارت په یوې خپره کړې خبر پاڼه کې زیاته کړې، چې په یادو هدفمندو بریدونو کې د طالبانو ۷ میله بېلابېل ډول وسلې، ۲ موضع او ۴ آیکم مخابرې له منځه وړل شوي دي.

باید وویل شي، چې طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.