د امریکا لومړۍ مېرمنې اوکراین کې د روانې جګړې ودرېدو غوښتنه کړې

د امریکا لومړۍ مېرمنې اوکراین کې د روانې جګړې ودرېدو غوښتنه کړې


  • 2 کاله دمخه (09/05/2022)
  • سمسور
  • 830

سمسور (۱۹غوایی۱۴۰۱) د امریکا لومړۍ مېرمن جیل بایډن، تېره ورځ په یو ناڅاپي سفر اوکراین ته تللې او هلته یې د اوکراین له لومړۍ مېرمن اولینا زیلینسکا سره کتلي دي.   

مېرمن بایډن پر اوکرایین د روسیې یرغل "وحشیانه" بللی او د روانې جګړې د ژر ختمېدو غوښتنه یې کړې ده.  

هغې په دې سفر کې ډاډ ورکړی دی، چې امریکا د اوکراین د خلکو ترڅنګ سره ولاړ ده او یوازې به یې پرې نه‌ږدي. 

د اسوشیټیډ پریس د راپور له‌مخې، د دواړو هېوادونو لومړۍ مېرمنو د سلواکیا پولې ته نږدې په یوه کوچني درسي ټولګي کې سره لیده کاته کړي دي. 

اغلې زېلېنسکا هم اوکراین ته د لومړۍ مېرمنې د سفر ستاینه کړې او هغه یې په سیمه کې د جګړې په جریان کې "زړورتیا" بللې ده. 

دغه کتنه داسې مهال ترسره کېږي، چې د روسیې له‌خوا پر اوکراین د پوځي یرغل شااوخو لس اوونۍ تېرېدوونکې دي.