روسیه د افغان سولې پروسه کې مرسته کوي

روسیه د افغان سولې پروسه کې مرسته کوي


  • 3 کاله دمخه (19/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1517

روسیه د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا کې همکاري کوي

سمسور(دوشنبه د وري ۳۰) د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روسیې سفیر په دې ليدنه کې ویلي، چې افغانستان کې سوله کولای شي، چې د سیمې هېوادونو په اقتصادي وده کې چټکوالی راولي؛ نو ځکه افغانستان کې جګړه د سیمې په زیان ده.

ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه افغانستان کې د دایمي سولې ملاتړې ده او یاد هېواد ته به د سولې په راوستو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه اجماع مهمه ده او روسیه ژمنه ده، چې د یادې اجماع په پیاوړتیا کې به خپلې مرستې ډېروي.

باید یاده شي، چې روسیې تر دې وړاندې هم د افغان سولې پروسې کې د هر ډول همکاریو ژمنه کړې وه.