رئیس‌الوزرا بېرته خپلې دندې ته راوګرځېد

رئیس‌الوزرا بېرته خپلې دندې ته راوګرځېد


  • 1 کال دمخه (17/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 499

د سرپرست حکومت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند تر شااخوا دوه میاشتني ځنډ وروسته، له کندهاره بېرته پلازمېنې کابل ته راستون شوی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي پر ټویټر لیکلي، رییس‌الوزرا به ارګ ته له رسېدو سره سم بېرته دریاست‌الوزرا عالي مقام په توګه د هېواد د چارو د لا ښه تنظیم په موخه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې غويي میاشتې په وروستیو کې ملا محمد حسن اخند د معالجې او استراحت په موخه کندهار ته تللی و او د اسلامي امارت رهبر د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملا محمد حسن اخند پر ځای د ریاست الوزرا د سرپرست په توګه ګومارلی و.