د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه پر افغانستان خبرې کوي

د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه پر افغانستان خبرې کوي


  • 1 کال دمخه (03/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 449

ټاکل شوې چې سبا د هند په نوي ډیلي کې  د « امن یا سیکیور» په نوم د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه وشي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې به د نورو مسائیلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وشي.

که څه هم دا نه ده روښانه چې په دې ناسته کې به د افغانستان په اړه په کومو موضوعاتو خبرې کېږي، خو د یاد سازمان غړي هېوادونه تر ډېره د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنې لري.

سره له دې چې افغانستان د دغه سازمان د څارونکي غړي په توګه پاتې دی، خو واک ته د اسلامي امارت رسېدو راهیسې د یاد سازمان په ناستو کې د افغانستان څوکۍ خالي ده.

په ورته مهال هندي رسنیو ویلي چې په دې ناسته کې د هند صدراعظم خپل پاکستاني سیال ته هم د ګډون بلنه ورکړې.

اسلامي امارت تر اوسه د شانګهای په ناسته کې د خپل ګډون او نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د دوی د استازي له شتون پرته د افغانستان په اړه ناستې بې پایلې بللې دي.