راس ویلسن: طالبانو په ښکاره توګه د دوحې تړون مات کړ

راس ویلسن: طالبانو په ښکاره توګه د دوحې تړون مات کړ


  • 3 کاله دمخه (12/08/2021)
  • کامران احمدزي
  • 1497

کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر د طالبانو وروستیو تاوتریخوالي ته په اشارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې یاده ډله په ښکاره توګه د دوحې تړون نقض کوي.

نوموړي ویلي، چې ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې تاوتریخوالی اوج ته رسولی او یادې ډلې ته په کارده، چې له افغان حکومت سره د خبرو له لارې روانه کشاله حل کړي.

ویلسن دغه راز اندېښنه څرګنده کړې، چې طالبان د واک ترلاسه کولو لپاره د ملکي خلکو ژوند ته هیڅ پام نه کوي او د یادې ډلې له لوري یوه لویه بشري فاجعه روانه ده.

که څه هم افغان حکومت هر ځل طالبانو د سولې د خبرو وړاندیز کړی؛ خو یادې ډلې یواځې په جګړه تمرکز کړی.

تېر ورځ هم د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ ویلي و، چې د دوحې له غونډې هیڅ تمه نه لري.