عبدالله عبدالله له توماس نیکولسن سره کتلي

عبدالله عبدالله له توماس نیکولسن سره کتلي


  • 1 کال دمخه (01/03/2023)
  • کامران احمدزی
  • 642

په پخواني حکومت کې  د افغانستان د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره کتلي دي.

عبدالله عبدالله پرخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال په راتګ سره  د نجونو پر مخ د ښوونځیو  او پوهنتونونو پر پر پرانېستلو ټینګار کړی.

نوموړي دغه راز ویلي چې په لیدنه کې  یې د افغانستان پر اوسنیو حالاتو او شویو پرمختګونو هم خبرې کړې دي.

نوموړي دغه راز له افغانستان سره د اروپايي اتحادیې له دوامداره مرستو مننه کړې.

په همدې حال کې ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ له یو شمېر افغانانو سره هم لیدلي دي.

نوموړي په دې لیدنه کې هم په ورته موضوعاتو خبرې کړې دي.