اشرف غني احمدزى نن د ولسمشرۍ څوګۍ ته خپل نوم ثبتوي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سمسور
  • 1195

ډاکټر اشرف غنی له خپلو مرستيالانو سره د ۱۳۸۸ام کال د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره خپله کانديداتوري ثبتوي.
اشرف غني له خپلو مرستيالانو سره يو ځای د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره په رسمي بڼه د خپلې کانديدۍ د ثبت په موخه د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ته ورځي.
اشرف غني او مرستيال به يې د خپلې نومليکنې په تعقيب ولس ته د يوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې پيغام وړاندې کوي، چې د رښتيني ولسي او اغېزمن دولت د جوړولو، د متحرک اقتصاد او کاري زمينو د ايجاد او دده لس-کلنې او شل-کلنې ستراتيژۍ او پلان پر بېلابېلو اړخونو به راڅرخېږي.
د ټولو رسنيو ټولو او ژورنالستانو ته په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکول کېږي!

په درنښت

د اشرف غني مطبوعاتي دفتر

وخت او نېټه: د سهار  11:00يا 11:30 بجې، د غويي ۱۷مه، ۱۳۸۸
ځای: د انتخاباتو خپلواک کمېسيون، پکتياکوټ، د څرخي پله سړک، کابل