اشرف غني له افغانستانه د وتلو پر مهال ان یو  میلیون ډالر هم نه‌دي وړي

اشرف غني له افغانستانه د وتلو پر مهال ان یو میلیون ډالر هم نه‌دي وړي


  • 2 کاله دمخه (07/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 788

سمسور (۱۷غبرګولی۱۴۰۱) د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې «سیګار» پر مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني هغه تورونه بې‌اساسه وبلل، چې ګني له هېواد د وتلو پر مهال یې ۱۶۹  میلیونه ډالر، له ځان سره وړي دي.

سیګار په تازه راپور کې ویلي، په هغو ادعاوو کې مبالغه شوې چې د کابل د سقوط پر مهال ورک‌ شوي ډالر اشرف غني له ځان سره وړي.

کانګریس ته د سیګار په دغه لومړي لېږل شوي راپور کې ویل شوي چې اشرف غني، مېرمن یې او نورو جګپوړو چارواکو له افغانستانه د تېښتې پر مهال تر ۵۰۰سوه زره زیات امریکايي ډالر نه دي وړي.  

سیګار ویلي، دا لومړی راپور یې د افغانستان د مخکېني حکومت له شااوخوا ۳۰ لوړپوړو چارواکو سره د مرکو په پایله کې چمتو کړی دی، خو زیاته کړې یې ده، چې دوی د وروستي راپور لپاره د معلوماتو په ټولولو کار کوي. 

تر دې وړاندې په کابل کې د روسیې سفارت ادعا کړې وه، چې ګواکې پخواني ولسمشر د وتلو پر مهال ۱۶۹ میلیونه ډالر وړي دي.