طالبان وایي، د سولې د تامین لپاره د اسلامي هیوادونو مرستو ته اړتیا لرو.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر او ورسره پلاوي یې د اندونیزیا مخکیني مرستیال ولسمشر او ددغه هیواد د دینې عالمانو له مشر یوسف کالا سره کتلي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ وایي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې، د سولې پر روان بهیر او د هوکړې پر عملي کیدو خبرې وکړې.
ملابرادر له یوسف کالا سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان د سولې په تطبیق کې د اسلامي هیوادونو مرستې ته اړتیا لري او په دغه برخه کې د هر هېواد هر کلی کوی.
باید یاده شي، چې یوسف کالا تر دې وړاندې افغانستان ته هم راغلی وه، چې د ولسمشر غني په شمول یې له یو شمیر لوړ پوړو سره وکتل او په افغان سوله کې یې د اندونیزیا د علماوو د رول ژمنې وکړې.