- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- آرین وطنیار
- 1228
په افغانستان غوندي ترټلي هیواد کې دغربیانو دډیموکراسي له برکته ماته هم دڅه لیکلو موقع مساعده شوه . وخت نناوخته به مي ویب پاڼې کتلې او دلیکنو سره اشنا شوم . یوه ورځ مي یوه ملګري نورمحمد جامع راته وویل چې ته ولي لیکنې نه کوې ؟
ما له خولې سوړ اسوېلی وکیښ او ومي ویل چې زه او لیکنې ؟
ما وخندل خو هغه زما خبره راګوډه کړه او راته ویه ویل :
ولي خاندې ؟ زه خو سمه خبره درته کوم نو په دې کې دخندا څه ضرورت دی ؟
ما ورته وویل چې وروره دا لیکنې اسانه کار نه دی . قلم خو دزړه په وینو او دولس دهیلو دپوره کولو په موخه باید وچلول شي ،خو هغه راته وویل چې نه داسي نه ده . اوس ویب پاڼې دهر چا لیکنې خپروي او هیڅ ضرورت ددې نشته چې چورت ورکي ووهو . ما ورته وویل چې دټولو ویب پاڼو په راست کې ډېر زړور او ژور ژورنالیستان ،پوهان او لیکوالان ولاړ دي نو بیا دا څنګه کېدای شي چې یوه ویب پاڼه دي زما خوندي ناڅیزه لیکوال لیکنه خپره کړي .
هغه له مانه د پوهانو او ژورنالیستانو دنومونو پوښتنه وکړه چې ویب پاڼې چلوي ،ما ورته سمدستي د درانه پسرلي صیب د زامنو دویب پاڼې (تاند) نوم واخیست او ورته ومي ویل چې ددې پاڼې تر شا دبي بي سي راډیو مشهور ژورنالیست ایمل پسرلی ، دآزادي راډیو مشهور ژورنالیست ، عصمت څاروان ، د آزادي راډیو بل ژورنالیت او دافغانستان دافسانې دلیکوالو استاد او ….. ولاړدي . ملګري مي راته وخندل او ویه ویل چې دژورنالیزم دا پیغمبران چې ته یې یادوې دغربي ډیموکراسي په برکت دې ځای ته رسېدلي دي . هغه ددروند پسرلي صیب کورنۍ له نېژدې پېژني او وايي چې کله په افغانستان باندې امریکایانو برید وکړ ، دبرید په مهال کله چې طالبانو دهیواد له شمالي ولایاتو څخه شاته تګ کاوو، ددوی له منځه یو دډیموکراسي علمبردار او دژورنالیزم عصمت څاروان مې اورید چې له تهران رادیو څخه یې په خوند خوند دشمال ټلوالې دفتوحاتو زیري ورکول ، مګر بله ورځ مې ناڅاپه دنوموړي غږ دنوي امریکایي راډیو ( ازادۍ راډیو ) څخه واورید ، چې زما لپاره بیخي دحیرانۍ وړ وو .
مابه چې له تهران رادیو څخه دعصمت څاروان له خولې په ( معظم لارښود ایت الله العظمی خامنه ای ) باندې درودونه اوریدل ، نو له پیژندلو وړاندې مې سل فیصد برداشت داؤ ، چې دا عصمت څاروان به دکورمې یا پاړه چینار کوم توری یا بنګښ شیعه وي ، چې له ایران څخه داسې په اخلاص د دوهم صفویت ( خامنه ایزم ) سریندې غږوي ، خو اوس پوه شوم چې دکورمې شیعه ګان به هرڅه وي خوهیڅکله هم دومره بي ضمیره کیدای نه شي ، چې یوازې دګیډې ډکولو لپاره له ځان دچرګ لکۍ جوړه کړي او له هر باد سره ورپیږي .
خو کله چې پر افغانستان امریکا یرغل وکړ ، او دایراني تومان په ځای د ډالرپیداکولو دور پیل شو، عصمت څاروان دخپل دریځ په 180 درجې بدلون سره درهبرمعظم له چوپړ څخه د لوی شیطان ( امریکا ) خدمت ته روان شو، نه پوهیږم په دې مهال به عصمت څاروان خپلو ایراني شیعه ملګرو ته چې څو کاله یې په چوپړ کې ستونی ورته شکولی وو کوم ډول بهانې کړې وي ، په کوم مخ او پوزه به یې له هغوی څخه رخصت اخیستی وي ، او په پراګ کې به یې امریکایي بادارانو ته څه ویلي وي چې له کوم ځای څخه راغی ، او کاري سابقه یې څه ده ؟؟
نه پوهیږم اوس به دعصمت څاروان تعلقات له خپل شیعه ملګري محبت خان بنګښ سره ( چي دوی به په ګډه له تهران راډیو دهرکله راشه پروګرام نشراوه ) څرنګه وي ، او دیو سني مسلمان ، افغان ، پښتون په توګه به داڅنګه ورته توجیه کوي ، چې پرون یې دڅه لپاره دایران نمک خوړ او نن دکومې توجیه له مخې په امریکایي ډالرو ټونګې وهي .اوس هم هغه څاروان دطالبانو د پرشا تمبولو لپاره هر اړخیزه کار کوي .
زما لپاره دا مهمه نه وه چې ښاغلی څاروان څه کوي ،بلکه دا مهمه ده چې دوی ځانته د ژورنالیزم پیغمبران واييخو پخپله یې په پاڼه کې یوازيښکنځل ، اسلام ته سپکاوی ، له افغانستان سره دښمني ته ملا تړلې ده .
ملګري مي راته وویل چې په داډول ویب پاڼو کې دهرڅه دخپراوي ځای شته ،خو ته هسي قلم راوخله او لیکل پیل کړه .
ما له هغه وروسته ډېري لیکنې وکړې او په بیلا بیلو نومونو مو خپرې کړې ، هريپاڼې به مو لیکنه په پټو سترګو خپروله ،خو وروسته دبي بي سي یوه بل ژورنالیست میرویس افغان چې دبي بي سي پر سترخوان یې خوړلي وو دلراوبر ویب پاڼې مسئول عبدالله احسان هم دځان ملګری کړ او دا بندیز یې ولګاوه چې نور موږ په مستعارو نومونو لیکنې نه خپروو. پر دوی ديدجنت دروازې بندي شي او انشا الله وربانديبندېږي به ، البته اوس که مو دوی لیکنې نه خپروي نو شکر دی نوري ویب پاڼې او رسنۍ شته چې زموږ مظلوم ولس غږ پورته کوي . که څه هم دلر اوبر او خبریال ویبپاڼې په اړه دونده ویلای شم چې داسلام ،مذهب او افغاني کلتور سپکاوی یې نه دی کړی ، خو تاند ویب پاڼې یوازي زموږ دارزښتونو په سپکاوي پسي را اخیستې ده او چلونکي یې ځانونه د ژورنالیزم پیغمبران بولي . په وروستیو څو میاشتو کې که تاسو ددې ویب پاڼې مطالب کتلي وي ، نو په څرګنده به پوهیدلي یاست ، چې دپسرلي زامن ددې ویب پاڼې له لارې ترکومه حده اسلام ضد ، جهاد ضد او افغانیت ضد اهداف تعقیبوي .
که دپاڼې خبرې برخه وګورئ ، دهر خبر په پای کې دغه امریکایي ځیره خواره یوه داسې ګیډي تبصره ورسره ملګري کوي ، چې دامریکایي ګټو بوی په کې له ورایه ښکاري ، په ادبي برخه کې ټول لوڅ عکسونه ، فاحش اشعار او دښاغلي شپون کفریات خپروي ، چې هیڅ دحیا څښتن یې هم نه شي لوستی .
د تبصرو، مقالو ، تاریخ او کلتور په برخو کې خو په منظم ډول داسلامي ، افغاني او مقدس جهادي فکر دله منځه وړلو ، توهین کولو او بي ارزښته ښودلو لپاره مبارزه روانه ده ، په دې برخه کې دوی اکثره هغه لیکنې نشروي ، چې د غربي جاسوسو لیکوالو لخوا لیکل شوي وي ،داسي ښکاري چې په دې وروستیو کې پسرليانو داسې لیکنې هم خپرې کړي دي ، چې لیکوال یې په څرګنده ځان کفر ته ایستلی وي . خیر هغه کفر خو یې ددوی کار دی دوی هسي هم په دې فخر کوي چې امریکا یا برطانیا ته نېژدې دي خو اوس عجبه داده چې دنړۍ بې کفایته او دروغجن شخصیتونه یې هلته راغونډ کړي دي. زه به په مثال کې دعصمت قانع نوم واخلم چې په نړۍ وال دروغجن مشهور دی . داسي اپلاتي لیکي چې قسم په خدای که په یوه ډول له رښتیا سره سر خوري .
د روغتیا په برخه کې دپسرلي زامن له څه دپاسه یو کال راهیسې په عورت غلیظه کې بند پاته دي ، او له ملاریا او نس ناستي څخه دوژل شویو افغاناتو ته یوازې د تناسلي آلت مقیاس ورښیي ، هرڅوک ښه پوهیږي ، چې په دې برخه کې دداسې موضوعاتو پرله پسې خپرول هم یوازې په دې خاطر کیږي ، چې په دروند او پتمن افغاني کلتور کې دا ډول غربي فاحش او ناولي بحثونه ورخلط شي ، او په دې توګه دروند اسلامي او افغاني کلتور یوه بله ضربه وویني . یوه ورځ مي دبي بي سي یوه خبریال ته داخبره وکړه چې تاسو دا دژورنالیزم پیغمبران وپوهوئ ،هغه وویل چې ایمل پسرلی پر موږ باندي دا فشار اچوي چې په افغانستان کې خپل هر راپور ته داسي رنګ ورکړو چې په هغه کې دطالب ضد روحیه خپره شي . دغه خبریال چې زه یې دهغه دخوندي توب په موخه نوم نه اخلم وايي چې زما هغه راپور ته هیڅ ارزښت نه ورکول کېږي چې په کې داسي څه نه وي لیکل شوي چې غربي ډیمو کراسي ته لار هواره کړي .
زما ددې لیکنې مطلب هیڅ کله دا نه دی چې زه به دتاند دچلوونکي ایمل پسرلي ، عصمت الله څاروان او ښاغلي غضنفر داعمالو اعتصاب وکړم ، یا په بله معنا ددغې ویب پاڼې شهرت ته ضربه ورکړم ،بلکه هدف مي دادی چې هر څوک دي خپلو ارزښتونو ته متوجع سي . دا هیڅ لیري نه ده چې امریکا یان به له افغانستان څخه وزي ،بیا به هم دغه دژورنالیزم پیغمبران وي او په خپلو لاسونو کې به یې دغربي دیموکراسي پر ځای دواکمنې ډليچې انشا الله دطالبانو اسلاي نظام به وي څراغونه په لاس کې وي او خړي سترګيبه ګرزي . نو زما وړاندیز دغو بې هدفو ته دادی چې په ژوند کې یو هدف وټاکئ او داسي کاروکړئ چې سبا ورباندي پښېمانه نه یاست لکه نن چې دایراني بادارانو پر چوپړ پښېمانه یاست .
ستاسو ورور :
آرین وطنیار