پاکستان افغانستان کې وروستیو سېلاب ځپلیو ته پر بشري مرستو بار الوتکه را لېږلې

پاکستان افغانستان کې وروستیو سېلاب ځپلیو ته پر بشري مرستو بار الوتکه را لېږلې


  • 2 کاله دمخه (07/05/2022)
  • سمسور
  • 717

سمسور (۱۴۰۱) پاکستان په افغانستان کې له وروستیو سېلاب ځپلیو سره د مرستې په موخه پر بشري مرستو بار یوه الوتکه را استولې ده. 

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه مرستې چې خېمې، خوراکي توکي او درمل پکې شامل دي، په مزارشریف کې به پر وروستیو سېلاب ځپلو کورنیو ووېشل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه بشري مرستې د پاکستان د نوي لومړي وزیر شهباز شریف په لارښوونه افغانستان ته استول شوي دي. 

د ښاغلي احمد خان په خبره، په راتلوونکو ورځو کې به نورې بشري مرستې هم افغانستان ته واستول شي.

باید وویل شي، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دوه ورځې وړاندې له نړیوالې ټولنې هم غوښتي وو، چې افغانستان کې دې وروستیو سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.