- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- آرش ننګیال
- 1336
خوښي، خوشالي یا هم هغه (باطني) سوکالي او ارامتیا، د انسانانو یوه اساسي غوښتنه او اړتیا ده.
افغانستان چې شاید د نړۍ خبر جوړوونکی هېواد وي، ژوند پکې له ستونزو، اندېښنو، غم او درد نه ډک دی چې خوښۍ او خوشالي پکې ستر نعمت ګڼل کېږي او هر کس یې غوښوتونکی او مینوال دی.
خو خوښي ذاتي نه ده، د خوښيو د لاسته راوړلو لپاره باید هڅه او کوښښ وشي، خوښې په بلنې راځي.
هر چا ته د خوښۍ لامل توپیر لري، زه چې په کوم شي خوشالېږم شاید تاسو ته هېڅ ارزښت ونه لري.
خو خوښي ده چې ژوند ته لوری ورکوي، ژوند ته معنا او مفهوم ورکوي، د پرمختګ، غوره صحت، ټولنیزژوند، په شخصي، کاري ژوند، ټوله کې د انسان په ټول ژوند اغیزه لري.
د خفګان او اندېښنې پر مهال سمه پرېکړه نه کېږي، بحث او فکر نه کېږي، ژوند او پرمختګ نه شې کولی.
دا تاسو پورې اړه لري چې خپل ژوند په څه ډول تېروئ؟ په خوښۍ؟ او که په خفګان؟
ځان په خپله خوښ او خوشاله کړئ، خوشالۍ له ځانه مه لرئ کوئ د راوستلو لپاره یې له هرې ممکنې لارې چارې ګټه واخلي.
هیچا او هېڅ څيز ته اجازه مه ورکوئ چي تاسو نه ستاسو خوښي واخلي. ځکه هرڅوک او هر شي د خفګان ارزښت نه لري. وايي چې ځان نه وي جهان دې نه وي. له خپل ځان سره مینه وکړئ، هېچا ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو خوښي په خفګان بدله کړي.
د نړۍ علماوو د خوښیو د لاسته راوړلو لپاره ځينې وړاندیزونه لري، زه له هغو سره کار نه لرم، زه یوې بلې برخې ته ستاسو پام را اړوم.
ـ په خدای ایمان او باور د انسانان د خوښۍ او خوشالۍ لامل کېږي. لکه څنګه چې د انسان وجود خوړو او اوبو ته اړتیا لري همدا ډول روح الهي لارښوونې ته ضرورت لري. نو په یو الله عقیده او ایمان د دروني هوساينې لامل کېږي او انسان پرې ډاډه کېږي ځکه خو د خوښۍ لامل کېږي.
ـ موږ الحمدالله مسلمانان یو، په تقدیر عقیده لرو او دا هم منو چې هېڅ کار په خپل سر نه ترسره کېږي بلکې هرڅه د خالق په امر کېږي. دا عقیده درلودل هم د خوښۍ لامل کېږي.
ـ لمونځ هم د خوښۍ لامل کېږي. څېړنو ثابته کړې ده چې کله څوک اودس کوي نو د وجود په حساسو ځایونو باندې یخې اوبو خورا مثبته اغیزه لري، اودس د ناروغیو وقایه او درملنه ده، اودس انسان کې روحي او رواني پیاوړتیا رامنځته کوي او د تازګۍ لامل هم کېږي.
طبي څېړنو ثابته کړې ده چې، په ورځني ژوند کې د انسان په دماغو کې یو ډول ګاز راټولېږي او دا ګاز په یو شکل تخلیه کېږي چې هغه د قبلې پر لور سجده کول دي.
کله چې دا ګاز چې په دماغو کې ځای لري تخلیه شي انسان نورمال کېږي او نور ماله او روغ انسان غلط کار نه کوي. قران کریم کې هم وايي چې لمونځ د فحشا او غلطو کارونو مخه نیسي.
ـ غیبت د خفګان لامل کېږي د خپل ژوند په هکله فکر وکړئ، د نورو خلکو په ژوندانه پسې مه ګرځئ. په داسې شرایطو کې تاسو حتما ځان له نورو سره پرتله کوئ چې دا د خفګان لامل کېږي. نو تاسو د خپل او خپلې کورنۍ د ژوند مسول یاستئ نه د خپل ګاونډيو او خپلوانو.
ـ ټولنیز اخلاق هم د خوشالۍ لامل کېږي، له خلکو سره په مسکا مخ کېدل صدقه ده. که خلکو ته بده خبره ونه کړې بد به وانه ورې. درنښت او احترام د خوښۍ لامل کېږي. نو خپلو ټولنیزو اخلاقو ته پاملرنه د سوکالۍ او خوشالۍ لامل کېږي.
ـ سخاوت او مرسته هم د انسانانو د خوښۍ لامل کېږي. مرسته او همکارۍ کې مینه زیاتېږي او د دروني سوکالۍ لامل کېږي.
ـ مثبت فکرکول هم د خوښۍ او سوکالۍ لامل دی. نیک فال نیول او له بدو ځان ساتل او منفي افکار ستاسو ذهني پیاوړتیا او انرژي اخلي، منفي افکارونه ځان وساتئ او اجازه مه ورکوئ چې ستاسو خوشالي له منځه یوسي.
ـ له عیبت، خیانت، بې ځایه بیحثونو، نیوکو نه ځان وساتئ ځکه چې دا د خواشینۍ لامل ګرځي او ژوند مو تریخوي.
ـ تېرېدنه هم د خوشالۍ لامل کېږي، کېنه او عقده ساتل د مقابل لوري په پرتله تاسو ته ډير زیان اړوي، فکري او جسماني انرژي مو کموي او د خواشينۍ لامل ګرځي.
خوشاله ژوند ولرئ او د خپلو خوشالیو ساتنه او پالنه وکړئ، هېچاته وخت مه ورکوئ چې تاسو خواشیني کړي!! خوشالۍ کسبي ده، د ترلاسه کولو هنر یې زده کړئ!
ژوند لوبه ده، هغه یې وړي چې دا لوبه یې زده وي.