په شمالي وزیرستان کې د یو ځانمرګي برید له امله ۷ کسان وژل شوي دي.
پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې په چاودېدونکو توکو يو بار موټر د پولیسو له یوې پوستې سره جنګول شوی دی.
د مالوماتو له مخې په دغه پېښه کې د پاکستان پنځه نظامیان او دوه عامه وګړي وژل شوي دي.
د برید مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم په بنو او دیره اسماعیل خان کې ۱۰ پاکستاني نظامیان وژلي وو.