حکومت: د اسلامي همکاریو سازمان کې دې موږ ته د ګډون حق راکړل شي

حکومت: د اسلامي همکاریو سازمان کې دې موږ ته د ګډون حق راکړل شي


  • 1 کال دمخه (07/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 869

د رییس الوزرا اداري مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کتنه کې غوښتنه کړې چې د یاد سازمان په غونډو کې دې ا.ا ته ګډون اجازه ورکړل شي.

نوموړي ویلي، د افغانستان په اړه ناستې که د دوی د استازو په شتون کې ترسره شي، نو اغېز به یې زیات وي.

په همدې حال کې طارق علي بخیت د رییس الوزرا له اداري مرستیال سره په کتنه کې ویلي چې دوی له افغانستان سره بشري مرستو ته ژمن دی او په نژدې راتلونکي کې به یې یو فني او مسلکي ټیم د اړتیاوو ارزولو لپاره افغانستان ته سفر ولري.

بخیت زیاته کړې، د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ غونډه کې له افغانستان سره پر مرستو ټینګار شوی.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي همکاریو د سازمان پلاوي افغانستان ته راغلي چې د نجونو د زده کړو ترڅنک یې پر نورو مسائلو هم خبرې کړې، خو د پام وړ پایله یې نه ده ورکړې.