د ژمي راتګ؛ افغانستان د بشري ناورین پر لور روان دی

د ژمي راتګ؛ افغانستان د بشري ناورین پر لور روان دی


  • 2 کاله دمخه (05/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1235

په افغانستان کې سږ ژمی تر نورو هغو سخت اټکل شوی ځکه د راپورونو له مخې ملیونونه کسان له لوږې سره مخ دي. د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی چارواکی چې د افغانانو د وضعیت د څارنې لپاره په یوه دوه ورځني سفر کابل ته راغلی و وايي چې افغانستان د یوې بشري فاجعې خوا ته روان دی. د کډوالو د نړیوال سازمان مشر انتونیو ویتورینو په افغانستان کې په روانو حالاتو سخت اندېښمن دی، نوموړی وایي راروان ژمی به لا د خلکو ستونزې زیاتې شي، نو په‌کار ده چې له اړمنو سره ژر تر ژره مرستې وشي. د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان د شمېرو له مخې دمګړۍ پنځه نیم میلیونه افغانان د اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو ستونزو او ناخوالو په سبب له خپلو اصلي مېنو کډې ته اړ شوي دي. په دې شمېرو کې یوازې شپږ لکه او ۷۰ زره د سږ کال دي چې په‌کې ۶۰ سلنه ښځې او ماشومان شامل دي.