یه زموږ ټولو شهیدې خورې!

یه زموږ ټولو شهیدې خورې!


  • 4 کاله دمخه (10/12/2020)
  • څېړنوال عبدالغفور لېوال
  • 1613

د انګریزي ښکېلاکګرو یو عادت دا و، چې له خپلو لښکرو سره به یې تر ښکېلاک لاندې سیمو ته څېړونکي هم لېږل، دوی به خپلې ادارې د ښکېلېدونکو سیمو له فرهنګ، دود ـ دستور، ژبو، تاریخ، هنر و ادب، اقتصادي سرچینو، خپلمنځي اړیکو، کمزوریو او ځواکونو خبرول. 

همدغه څېړونکي، روسته مستشرقین یا ختیځپوهان ونومول شول. 

د افغانانو په اړه دغو ختیځپوهانو لیکلي وو: 

" افغانان سرسخته جنګیالي دي، پر خپلواکۍ سر ورکوي، خو خپلواکي سمه نه پېژني، دودیزې پرګنې لري، تربورګلوي کلکه پالې، له پوهنې سره یې جوړه نه ده، زمکه او پټی ناموس ګڼي، خو د زمکې او اوبو د اقتصادي کارونې لپاره پلان نه پېژني، سیاله ټولنه ده... له ښځمنو سره یې چلند سخت او ناموسي دی، پر ښځو کلک تعصب لري، خو د ښځو درناوی په کې بیخي زیات دی. د دوی په فرهنګ کې د ښځې وژل لویه بېغیرتي ګڼل کیږي، د ښځې د پلو (ټیکري) خورا ډېر عزت کوي او که ښځه یې د دوښمن مخې ته ودریږي، نو د خپل سر دوښمن هم نه وژني. که پر لاره ښځمنې مخې ته ورشي، نو نارینه خپله لاره بدلوي او که چا ښځو ته سپکاوی وکړ، سخته سزا ویني..."

انګریزانو شاوخوا دوه سوه کاله خواري وکړه او د افغانانو دغه غوره دود یې بدل کړ، اپوټه یې کړ. دا دی موږ اوس ښځې وژنو، دومره پست او بېغیرته شو، چې پر ښځو ډزې کوو، په وینو کې یې لژنده، بې سیرته غورځوو او تښتو، بیا بیګاه ته برېت تاوو، چې نن مې نوی جهاد او بله غزا وکړه. 

باسوادان مو هم د یوې ښځې پر مقررۍ غزا کوو او تر دې وړاندې یې چې وپېژنو بدناموو یې، تور پرې لګوو، لمن يې داغداروو، بداخلاقه یې ګڼو. دلته وینه، وژنه او تور تهمت وړیا دی، هرڅوک یې کړای شي. 

شاوخوا دوه سوه کلونو کې مو غیرت و افغانیت همدومره بدل شوی دی. د انګریز سیمه ییزو حرمونو به اوس خپل ولایت (انګریزي سرکار) ته داسې راپور لیکلی وي: نن مو یوه (ملاله) چې بلنوم یې (میوند) و، ووژله. لوپټه یې له سره ولوېده او همداسې پر سړک پرته وه... 

جي Sir (صاحبه!) دا ملت مو دې ورځې ته رارسولی دی، نور څه غواړې؟ 

.

اوس خو پوهېږئ، چې د دې جګړې منطق له افغاني غیرت سره کومه اړیکه نه لري، بلکې د هغو خوسا او بوینو ښارونو له استخباراتي خونو څخه سرچینه اخلي، چې ښځه په کې د بازار حُسن په مُجره ګانو کې په زوره نڅول کیږي او بریتور غټ خیټي په لُنګونو کې ورته ناست وي. 

دا جګړه له افغانیت سره هېڅ اړیکه نه لري.  

د میوند ملالې !

یه زموږ ټولو شهیدې خورې!

 په هغه ټولنه کې چې ته په دومره ناځوانۍ وژل کېږې،هلته ستا پر بله خور او ستا پر پاک ورور تور تهمت لګول او لمن یې داغدارول هسې وړه خبره ده!

اروا دې په سوله کې نغښتې اوسه !