عربي او اروپایي هېوادونه: پر غزې دې د اسرائیلو بریدونه بند شي

عربي او اروپایي هېوادونه: پر غزې دې د اسرائیلو بریدونه بند شي


  • 1 اونۍ دمخه (26/05/2025)
  • سمسور نیوز
  • 39

د ۲۰ عربي او اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غزه کې د فلسطیني ملکي وګړو له حقونو سرغړونه غندلې او په دې سیمه کې یې د اسرائیلو د بریدونو د سمدستي بندولو غوښتنه کړې ده.

د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په هسپانیا کې د خپلې غونډې په پای کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د ټولو لارو د پرانېستلو او غزې ته د مرستو د دوامداره ننوتلو پر تضمین ټینګار کړی دی. 

دغو هېوادونو همدارنګه ټینګار کړی چې د فلسطین خلک حق لري چې د ۱۹۶۷ کال د رامنځته شویو پولو پر بنسټ خپلواک دولت جوړ کړي.

په ورته وخت کې اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې امریکا هم له دې هېواد غوښتي چې په غزه کې خپل پوځي عملیات وځنډوي، ترڅو د اوربند هوکړې ته د رسېدو او بندیانو خوشې کولو لپاره زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د فلسطیني کډوالو پر یوه پنډغالي د اسرائیلو په تازه برید کې د ماشومانو په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د غزې روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې ۵۳زره ۹۳۹ فلسطینیان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.