په خیبرپښتونخوا کې د شکرالله مروت په نوم یو سیمهییر قاضي د ناپېژندو وسله والو له لوري تښتول شوی دی.
پاکستاني پولیسو ویلي، مروت هغه مهال د وسله والو له خوا وتښتول شو، چې له ټانک سیمې څخه د ډېره اسماعیل خان پر لور روان و.
پولیسو زیاته کړې، چې تښتوونکو د مروت موټر چلوونکى خوشې کړى؛ خو په خپله دی یې له ځانه سره بیولی دى.
د خیبر پښتونخوا ایالت لوړ پوړو چارواکو امنیتي ادارو ته امر کړی، چې د تښتول شوي قاضي د موندلو لپاره دې هر څه ژر لاس پکار شي.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه قاضي د تښتولو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
باید وویل شي، چې په دې وروستيو کې د پاکستان په خیبرپښتونخوا او ځینې نورو ایالتونو کې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوې دي.