د امريکا ولسمشر ټرمپ خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، باوري دی چې غزه کې به د حماس او اسرايیلو ترمنځ اوربند ټینګ شي.
نوموړي ويلي، دواړو لوريو هوکړې ته نږدې دي، خو لا هم د حماس رسمي ځواب ته په تمه دي.
ټرمپ د اوربند طرحه داسې مهال ښکېلو خواوو ته لېږلې ده چې غزه کې بشري وضعیت ورځ تر بلې د اندېښنې وړ بلل کيږي.
تېره ورځ رويټرز د ملګرو ملتونو له قوله ويلي وو چې غزه د نويو بشري مرستو سره - سره لا هم له ناورين سره مل ده.
بايد ياده شي که دواړه لوري يوې مثبتې پايلې ته ورسېږي، نو اوربند به د ۶۰ ورځو لپاره دوام وکړي.