په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، د مرستو رسولو د دوام بهیر له خطر سره مخ دی.
یوناما پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې تر ټولو زیان منونکو خلکو ته د مرستې رسولو لپاره بېړنۍ مالي مرستې ته اړتیا ده.
یوناما همدارنګه وايي، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې په افغانستان کې ۷،۱ میلیونه خلکو ته لږ تر لږه یو ډول مرستې وېشل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره نړیوالې په ځانګړې توګه، د امریکا مرستې ځنډېدلې یا بندې شوې دي.
په ۲۰۲۴ کال کې هم نړیوالو مرستندویه ادارو د بودیجې د کمښت له کبله ونه شو کولای چې په افغانستان کې ټولو اړمنو خلکو ته رسېدنه وکړي.