د صنعتي سیمو د وېش قانون توشېح شو

د صنعتي سیمو د وېش قانون توشېح شو


  • 3 مياشتي دمخه (26/08/2024)
  • شریف الله ولي زاد
  • 164

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا د صنعتي سیمو د وېشلو قانون جوړ او د عملي کېدو لپاره توشیح شوی دی. 

یاد وزارت پرون پر خپله ایکس شبکه لیکلي، چې دغه قانون په دریو دولتي، مشارکتي او خصوصي برخو کي ترتیب شوی دی. 

د وزارت په وینا، د یاد قانون له مخي به د صنعتي سیمو د وېشلو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه او دا لړۍ به پر مخ یوسي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، یاد قانون د صنعتي سیمو د تنظیم، د صنعتي سیمو د تنظیم له لارې د اقتصادي پراختیا او د پانګونې لپاره د فرصتونو د ډېروالي په موخه جوړ شوی دی.