افغانستان د کرونا د نوې بڼې ارزولو ظزفیت نلري.
دافغانستان د عامې روغتیا وزیر جواد عثماني ویلي، دمګړۍ ورسره د کرونا د نوې بڼې د ارزولو وسایل نشته، خو د امکاناتو د ژر برابرولو لپاره نهایي هڅه کوي، عثماني وایي، د کرونا نوې بڼه پاکستان ته هم رارسېدلی او افغانان باید دغه هیواد ته له ورتګ ډډه کړې. نوموړي ویلي، د ملکي هوایي، چلند ادارې څخه یې هم غوښتي ترڅو، د هوایي شرکتونو له لارې بهر میشتي افغانان وپوهوي، چې هیواد ته د کرونا له ټیسټ پرته رانشي.
ویل کیږي، د کرونا نوې بڼه چې اوس په ډېرو هیوادونو کې خوره شوې، له لومړۍ هغې څو چنده ژر خورېدونکې ده.