د کډوالو وزیر: پخوا به ملایانو د حکومت پر ناسمو پالیسیو سترګې پټولې

د کډوالو وزیر: پخوا به ملایانو د حکومت پر ناسمو پالیسیو سترګې پټولې


  • 1 کال دمخه (02/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 372

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر وایي، چې دیني مدرسې او منبرونه دې ازاد او خومختاره وساتل شي. 

خلیل الر-حمن ح-قاني په لوګر کې د یوې مدرسې فراغت غونډه کې زیاته کړې، چې تېرو نظامونو کې درباري ملایانو د حکومتونو په ناسمو پالیسیو سترګې پټولې.

نوموړي له خلکو غوښتي چې دیني د مدرسو ملاتړ ته دوام ورکړي. 

سرپرست وزیر همدا شان له دیني عالمانو هم غوښتي چې د اختلافي مسایلو پر ځای دې اتفاقي مسایلو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په هېواد کې د دیني مدرسو شمېر ور تر بلې په زیاتېدو دی او سرپرست حکومت وایي، ځانکړې پاملرنه ورته کوي.