ناڅرګندو وسله‌والو کندز کې يو سوداګر وژلی

ناڅرګندو وسله‌والو کندز کې يو سوداګر وژلی


  • 1 کال دمخه (22/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 565

سمسور نیوز (۲سلواغه۱۴۰۱) ځایي سرچينې وايي، په کندز ولایت کې د ناپیژانده وسله والو له لوري يو سوداګر وژل شوی دی.   

سرچینې ویلي، د غلام حسين عنايت خان په نوم دغه سوداګر د تېرې جمعې په ورځ هغه مهال د علي آباد ولسوالۍ په «قزل سای» سيمه کې ووژل شو، چې له کندزه کابل ته روان و. 

تر اوسه د دې سوداګر د وژنې انګېزه نه ده روښانه شوې.

په کندز کې د امنيې قومندانۍ وياند جمعه الدين خاکسار له ځايي رسنيو سره په خبرو کې دا پېښه تائید کړې ده. 

خاکسار د پېښي عاملين ناپېژاند وسله وال ياد کړي او د انګيزې په اړه يې څه نه دي ويلي. 

ویل کېږي، چې دغه سوداګر تازه له بهر هېواده راستون شوی و.

په دې وروستيو کې په بېلابېلو ولايتونو کې د پټو وژنو پېښې زياتې شوې دي.