له دفتر نه لږ څه وختي ووتم، زموږ دفتر د کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې دې. سړک کې د موټرو سخته ګڼه ګوڼه وه، له موټر نه تېر شوم او په پښو روان شوم، خو کابل کې پیاده تګ څه اسانه کار نه دی، که سترګې سپينې هم کړې نو د یوه (دربست ټکسي) پيسې درنه سوالګر اخلي، په سپین سترګۍ یې اخلي.
یو سپین ږیری پښتون مې مخ ته راغی، په چغو یې نارې وهلې، یو نیم کس به یې راکلک هم کړ.
ـ ای ځوانه! خدای ته وګوره د یوې ډوډۍ پسې راکه، ای ځوانه! تاته وایم!
چې کتل مې زه یې هم راکلک کړم، قهر مې ورته راغی، په خوشکه مې ورته وویل
ـ بابا د ایمان لپاره دې دومره چغې وهلې؟ د سوال په چل هم نه پوهېږې!
سپینږیری رانه روان شو، لا لس ګامه نه وم تللی چې یو ماشوم چې د لسو کلونو به و، له پښو را کلک کړم، جیبونه مې ولټول خو ماتې مې پکې پیدا نه کړې، ماشوم ته مې زارۍ وکړې چې ماتې نه لرم، خوشې مې که، خو ماشوم قسم کړی و چې پېسې به رانه اخلي، ماشوم مې له پښو غېږه چاپېره کړې وه، د ځان خلاصون کوښښ مې وکړ، خو د ماشوم لاسونه کلک و، پښې ته مې تکان ورکړ، ماشوم وړاندې ګوزار شو، چې ورپامې شو له خولې یې سپین زګونه راووتل، بې واره یې لاس او پښې اچول، سم لکه ځنکدن یې چې وي.
لاروي راټول شول، زه هم ور وړاندې شوم، ټولو بد بد راکتل، یوه خپل بوټ له پښو راووېښت او د ماشوم خولې ته یې ونیوه، بل یې خولې کې ګوتې واچولې، د لارویو له خپل سرې تداوې نه ووېرېړم، ما وې هسې نه چې ماشوم مړ کي او خون یې په ما شي.
په بېړه مې ماشوم غېږ کې راپورته کړه او ټکسي مې ونیوله، لا موټر حرکت نه و کړی چې ناڅاپه ماشوم په ځای کې کېناست، په قهر یې راته وویل.
ـ پېسه میتې یا خوده به میرګیی بزنم؟؟؟؟
د ماشوم له دا ډول تمثیل نه مې وېرې وشوه، جیب ته مې لاس کړ او د پینځو سو لوټ مې ورکړ او په بېړه له تکسي نه را کته شوم. په ځان مې کلمه وویله او په بیړه روان شوم.
کابل ـ طلوع تلویزیون
17_03_2013