پاکستان: له تېر کال راپه دې‌خوا ۱۸۲زره افغانان د انلاین وېزو له لارې راغلي

پاکستان: له تېر کال راپه دې‌خوا ۱۸۲زره افغانان د انلاین وېزو له لارې راغلي


  • 2 کاله دمخه (08/12/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1132

د پاکستان حکومت وايي، انلاين وېزو کې د اسانتیاوو رامنځ‌ته کېدو وروسته په زرګونو افغانان راغلي دي. 

د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته ويلي، چې په تېر يو کال کې ۱۸۲۰۰۰ افغانانو په وېزو پاکستان ته سفر کړی.

هغه زیاته کړې، چې په دوی کې ۱۲۰۰۰ یې د پاکستان له لارې بهر هېوادونو ته تللي دي او له ۴۰ زرو څخه ۵۰ زرو پورې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لارې په بېلابېلو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د اګست پر ۱۵مه د طالبانو د حکومت چارو سمبالولو وروسته په لسګونو زره افغانان نورو هېوادونو ته وتلي دي.