بلېنکن له ال‌ثاني او بوټو سره د افغانستان په اړه ټلېفوني اړیکه نیولې

بلېنکن له ال‌ثاني او بوټو سره د افغانستان په اړه ټلېفوني اړیکه نیولې


  • 1 کال دمخه (25/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 541

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د قطر له صدراعظم او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان پر مسایلو خبرې کړي.

د راپورونو له مخې، د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمدبن عبدالرحمن آل ثاني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن سره په ټلېفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو مسایلو سربېره د افغانستان د روان وضعیت او د افغانانو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کړې دي. 

په عین حال کې بلېنکن پر خپل ټویټر لیکلي، چې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره په ټلفوني خبرو کې یې د افغانستان او نورو ګډو سیمه ییزو اندېښنو په اړه خبرې کړي.