سمسور نیوز (۵لړم۱۴۰۱) د ا.ا سرپرست حکومت ویاند مرستیال وایي، د ا.ا په واکمنېدو سره هېواد کې امنیت ټينګ شوی او افغانستان د نړۍ تر ټولو امن هېواد دی.
بلال کریمي د ګالوپ څېړنیزې ټولنې وروستۍ نظر پوښتنې په غبرګون کې ویلي، چې یاده ټولنه د افغانستان په تړاو معلومات نهلري او دغه نظرپوښتنه یې د جعلي اسنادو پر بنسټ شوې ده.
هغه د دغې نظرپوښتنې پایلې خواشینونکې بللې دي او زیاته کړې یې ده، چې دغه شان بېبنسټه نظرپوښتنې به د یادې ټولنې اعتبار سخت زیانمن کړي.
تېره ورځ ګالوپ څېړنیزې ټولنې د خپلې یوې نظرپوښتنې پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې سینګاپور د نړۍ تر ټولو امن او افغانستان ناامن هېواد معرفي کړی و.